روژھ مباركه مياشت كښې د احتیاطی تدابیر تر مخه د جوماتونو پرانستلو پريكړه شوې ، ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق وئيلې دي د روژې مباركې مياشت كښې د احتیاطی تدابیر تر مخه د جوماتونو پرانستلو پريكړه شوې ، كه د حكومت او علماء كرامو ترمينځه متفقه اعلامیې خلاف ورزی وكړې شوه نو كارروائی به كولې شي، د راروانې جمعې ورځ د توبې او رحمت ورځې په توګه د لمانځلو پريكړه شوې ، مدرسو زدكونكو لپاره به هم په كور د تعلیم وركولو پروګرام رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ د مذهبي چارو وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری سره د ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔دې ووئيل د وزیراعظم عمران خان وژن دے چې د كورونا مخنيوي سره سره د ژوند نظام هم روان وي، علماء كرامو د وزیراعظم هڅې ستائلې دي۔ دې ووئيل په روژه كښې د جوماتونو پرانستلو پريكړه شوې خو علماء كرامو له به په جوماتونو كښې په 20 نكاتی اعلامیه عمل كول وي، د اعلامیې كه خلاف ورزی وشوه نو كاروائي به كولې شي۔دې ووئيل د مدرسو ماشومانو له هم په كور د تعلیم وركولو پروګرام جوړوو، كورونا لوئ چیلنج دے او په ایماني قوت به د دې مقابله كول وي۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان غواړي چې جوماتونه آباد وي او د اوسني صورتحال په تناظر كښې د عبادت په مهال د خاص دعاګانو اهتمام وكړې شي۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د لاك ډاؤن په مهال كوم علماء كرام، خطيبان او مونځ كوونكې نيولې شوي د هغې د خوشې كولو امر د وړاندې څخه شوے كه اوس هم څوك په زندان كښې وي نو هغه دې په سمدستي توګه خوشې كړې شي، وزیراعظم عمران خان مدرسو له د سود نه غير قرض وركولو لپاره د خزانې وزارت ته د تګلارې جوړولو سپارښتنه كړې ۔خاص مرستيالې ووئيل وزیراعظم غواړي چې علماء كرام د كورونا په ضد جنګ كښې د وړومبي صف په توګه كردار ترسره كړي او دې لپاره د حكومت سره بشپړه مرسته وكړي۔ دې ووئيل مدرسې، جوماتونه ، امام باړې او نورو مذهبی ادارو لپاره د یوټیلټی بلونو موَخر كولو تجویز هم معاشی ډلې ته د وړاندې كولو پريكړه شوې۔ دې ووئيل څنګه چې د سكولونو زدكوونكو له ټیلی ایجوكیشن وركړې كيږي ، وزیراعظم سپارښتنه كړې چې په دې طرز د مدرسو زدكوونكو له هم تعلیم وركولو لپاره پروګرام پيل كړې شي۔دې ووئيل كورونا لوئ چیلنج دے او د دې به په ايماني قوت مقابله كولې شي۔ دې ووئيل د علماء كرامو سره به د مشاورت سلسله روانه وي ، كورونا له امله رامخې ته شوې صورتحال كښې ښه والې نه پس به د علماء كرامو سره معاشی صورتحال په تناظر كښې هم مشاورت كولې شي

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں