د آبي وسائلو وفاقي وزير فېصل واوډا سره امريكائي سفير پال جونز وليدل

image
APP30-11 ISLAMABAD: February 11 - Chairman Senate, Muhammad Sadiq Sanjrani exchanging views with Federal Minister for Water Resources, Faisal Vawda, Leader of the House in the Senate, Senator Syed Shibli Faraz and Chairman WAPDA, Lt. Gen. (R) Muzammil Hussain at Parliament House. APP

اسلام آباد ۔ 11 فروری (اے پی پی) د آبي وسائلو وفاقي وزير فېصل واوډا سره امريكائي سفير پال جونز د ګل په ورځ ملاقات كړے او ده سره ئې د آبي وسائلو په شمول په بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ فیصل واوډا امريكائي سفير د تحريك انصاف حكومت وژن څخه خبر كړو۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت د پالېسيو مثبتې نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي۔ ده ووئيل دا پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره تر ټولو غوره وخت دے۔ ده ووئيل په كرپشن د عمران خان حكومت پالېسي زيرو ټالرنس ده۔ ده ووئيل پاكستان په هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې سباؤن كښې د اوبو سخت كمي سره مخ كېدې شي۔ ده ووئيل د عمران د وژن ترمخه د بندونو جوړول د حكومت تر ټولو وړومبنۍ ترجيح ده۔ ډېم فنډ له قام د زړه نه عطيات وركوي او دا په حكومت د اولس د باور څرګندونه ده۔ امريكائي سفير خپلو خبرو كښې وفاقي وزير له پاكستان سره د بشپړه مرستې كولو باور وركړو

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں