اسلام آباد 12 فروری (اے پی پی ) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي سږ كال به د 20 مال وړونكو ګ??ډو او د 20 مسافر ټرينونو اجرا كولې شي٬چېك اېنډ بيلنس او لائيو ټريكننګ سسټم ??ره به د تېلو د غلا مخ نيوي اوشي او د ګاډو د تګ راتګ ټرېكننګ به كولې شي٬د رېلوے په آمدن كښې د كال د 20 اربه روپو اضافې هدف ټاكلې شوې٬ 365 ايكړه زمكه د ګوادر رېلوے سټېشن لپاره ترلاسه كړی شوې٬هره ورځ د 11 زره مسافرو اضافه كېږي٬ټول ټرينونه ډك دي٬ډېر زر به دوه وي وي آئي پي ټرينونه وچلولې شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د دوو نوو رېل ګاډو د اجرا او د رېل ګاډو د ټرېكنګ سسټم پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل د رېلوے د خواري كښو په محنت د پخوانو ګ??ډو رغونې ??ره د ټرينونو اجرا كولې شي۔??ه ووئيل په شپږو مياشتو كښې د 24 نوو ګ??ډو اجرا ??ره هم د لس لكه ليټره تېلو بچت شوې۔د خزانې وزير اسد عمر مننه كوم د كوم په ذاتي هڅو چې پي اېس او مونږ ته پیټرول پمپ راكړل۔??ه ووئيل د رېلوے ټرېكننګ سسټم ??ره به د تېلو غلا ختمه شي ځكه چې په ټرېكنګ كښې به د تېلو د استعمال معلومات كېږي۔??ه ووئيل په تېرو وختونو كښې د كومې منصوبه بندۍ نه بغېر په اوكاړه٬نارووال او نورو سيمو كښې غلطې سټېشنې جوړې كړی شوې۔??ه ووئيل د روغتونونو حالت هم ښه نه دے٬په مېډيكل هر كال 31 كروړه خرڅ كېږي٬د دې بهتر كولو ضرورت دے۔??ه ووئيل د وزيراعظم عمران خان په هدايات رېلوے كښې غېر ضروري ادارې ختمولې شي٬تراوسه په رېلوے كښې ويجلينس٬ريډنكو ختمې كړې شوي او څلور ادارې په دوو ادارو كښې ضم كولو لپاره د رېلوے چيئرمېن ته ټاسك وركړې شوې۔??ه ووئيل د وزيراعظم په هدايات رېل ګاډي كښې د 75 كلونو عمر مشرانو لپاره سفر وړيا كړې شوې دغسې تر 65 كلونو مشرانو لپاره 50 فيصده رعايت وركولې شي٬په اول ځل رېلوے سټېشنو او ګ??ډو ته د معذورو كسانو رسنه وركړی شوې او مونږ كلين او ګ??ين رېلوے كمپائن چلوو