اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د ??زا??ې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د فېډرل بو??ډ آف ريونيو (اېف بي آر) د پالېسۍ بورډ وړ??مبنۍ غونډه د شورو په ورځ وشوه۔په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې د ??زا??ې وزير به د بورډ چيئرمېن او د تجارت٬ټېكسټائل٬صنعت او نج??ار?? وفاقي وزيران٬د سېنېټ او قامي اسمبلۍ د ??زا??ې او ريونيو مشران به د بورډ په غړو كښې شامل وي۔د اېف بي آر چيئرمېن به د بورډ سېكتر وي۔په نورو غړو كښې عبدالرزاق داؤد٬حماد اظهر٬سناتور كودابابر٬سيد جاوېد٬عثمان يوسيف مبين او عبدالله يوسف شامل دي٬ د اېف بي آر چيئرمېن غونډې ته د اېف بي آر د كار او په خاص توګه كاركردګي ښه كولو لپاره د شوو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔د ??زا??ې وزير د نادرا د ډېټا په بنياد د ټېكس دائره پراخه كولو په تج??يز??نو د كار پیل كولو او د اېف بي آر د آډټ او انسفكشن نظام په اړه د تفصيلي پريزنټېنشن وړاندې كولو هدايت وكړو۔په غونډه كښې پريكړه وكړی شوه چې د پالېسۍ بورډ راتلونكې غونډه به د مارچ په نيمائي كښې كېږي