اسلام آباد25 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره روانډا لپاره د پاكستان نومولي سفير امير محمد خان د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې ليدلې دي۔خارجه وزير په روانډا كښې د سفير په توګه په تعيناتۍ امير محمد خان له مباركي وركړه۔خارجه وزير ووئيل زمونږ د انګېج افريقې پالېسۍ په اعتبار سره روانډا يو مهم هېواد دے۔معاشي سفارتكارۍ سره افريقائي هېوادونو سره په تجارتي اړيكو كښې پراختيا ته مونږ پام لرنه كوو ۔نومولي سفير امير محمد خان د خارجه وزير په خاص هدايات د هغه مننه وكړه او معاشي اهداف سر كولو لپاره ئې د عزم پخلے وكړو۔