د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد

image

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي حكومت د تكنيكي او مالي مرستې وركولو پالېسۍ جوړولو د لارې د برآمدي څېزونو تنوع ته پام لرنه كوي٬شهد برآمد كوونكو له تكنيكي او مالي مرسته وركړې كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شهد جوړونكو٬برآمد كوونكو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې مهال د قامي اسمبلۍ غړې نفيسه عنايت الله هم موجود وه۔ده ووئيل حكومت د تكنيكي او مالي مرستې وركولو پالېسۍ د لارې د برآمدي مصنوعاتو تنوع ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل د شهد په جديد ډول پیداوار او په دې څانګه كښې خبرتيا ترلاسه كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل په جديد ډول همغږي راوستو سره د اروپائي ائتلاف پشمول د ټولو ماركيټونو مطلوبه معيار تر سره كېدې شي۔ده ووئيل پاكستان قدرتي وسائل لرونكې هېواد دے او په هېواد كښې بېل ماحولياتي او موسمي حالاتو په وجه 20 قسمه شهد جوړېږي

مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں