٬ د هند لخوا د هر ډول جارحيت او مهم جوئۍ مقابلې لپاره پاكستانې قام او وسله وال ځواكونو چمتو دي

image

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) پارلمان كښې د هند لخوا د كشمير خصوصي حېثيت ختمولو لپاره د پورته كړې شويو اقداماتو غندنه٬ نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د خوښې له مخې د كشمير كشالې هوارولو كښې كردار ترسره كړي ٬ د هند لخوا د هر ډول جارحيت او مهم جوئۍ مقابلې لپاره پاكستانې قام او وسله وال ځواكونو چمتو دي٬ پاكستان به د كشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو سياسي’ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي٬د پارلمان شريكې غونډې په يوه خله د هند لخوا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې تسلم كړې شوې د مقبوضه كشمير متنازعه حېثيت بدلول غېر قانوني ٬ يو اړخيزه او جابرانه هڅه او مقبوضه كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو لپاره د هندي آئين د آرټيکل 35 اے خاتمه او لائن آف کنټرول آزاد کشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د كلسټر بمونو استعمال ٬ مقبوضه كشمير كښې اضافي عسكر رالېږل او د هندي ظلم او جبر سره سره په دې ورستيو كښې د بدلولو سخته غندنه كړې ده۔ د پارلمان شريكه غونډه كښې قراردار په يوه خله منظور كړې شو۔ په قرارداد كښې زور رواړولې شوې دې چې جمو و كشمير په نړيواله كچه يوه منلې شوې شخړه ده او دا د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې هم شخړه تسليم شوې او په واضح توګه دا باور وركوي د دې ډول غېر قانوني هندي اقداماتو سره د جمو كشمير متنازعه حېثيت بدليدې نه شي۔ قرارداد كښې وئيلي شوې دې چې د هند لخوا مقبوضه کشمير كښې د ډېموګرافي بدلي او د جمو و كشمير اولس شهريت حق “مستقل سكونت” د جائيداد اخستل ٬ روزګار او د تعليم كوم چې دوي د 35 اے له مخې ترلاسه ٶ د دې شق خاتمه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو سره متصادم دے او دا د نړيوال بشري قواننو خلاف ورزي ده ۔ قرارداد كښې وئيلي شوې دې چې د آبادۍ په تناسب كښې بدلي او د آبادي په زبردستۍ منتقلي٬ جنګي جرائم او د څلورم جنيوا كنونشن له مخې نسل كشي او په نسلي توګه د خاتمې مترداف دے۔ قرارداد كښې وئيلي شوې دې چې د هند لكوا غېر ذمه وارانه او په جارحيت آډانه اقدامات د سوئيلي آسياء امن ٬ سلامتي او استحكام لپاره سخت خطر دے۔ قرارداد كښې د دې عزم څرګندونه شوې ده چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او په نړيوالو قوانينو كښې تحفظ وركړې شوې د جمو كشمير اولس ته د خپلواكۍ ناقابل تنسخ حق ترلاسه كېدل پكار دي۔ قرارداد كښې وئيلي شوې دې چې د جمو او كشمير شخړه كښې درې فريق دي چې پكښې پاكستان ٬ هند او جمو و كشمير اولس شامل دي د سلامتي كونسل قراردادونه كشميريانو ته دا حق وركوي چې ھغوي د خلپ منزل تعين د استصواب رائے د لارې وكړي۔ قرارداد كښې په مقبوضه جمو و کشمير كښې د كرفيو نفاذ ٬ د كشميري مشرانو ګرفتاري٬ دا نټرنېټ او موبائل پشمول د مواصلاتي خدماتو د معطۍ غندنه شوې ده او د كشميري مشرانو په سمدستي توګه د خوشي كولو سره سره دوي سره د غېر انساني سلوك او په دوي د تشدد د خاتمې مطالبه شوې ده٬ مقبوضه کشمير كښې د يو لك 80 زره اضافي عسكرو رالېږلو هم غندنه شوې ده٬ مقبوضه کشمير د وړاندې نه هم د نړۍ د ټولو زياته د قابض ځواكونو وړ منطقه ده۔ په قرارداد كښې د هندي پوځ لخوا په لائن آف كنټرول د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ او د بې ګناه وګړو او ماشومانو په ضد د كلسټر بمونو د كارولو هم غندنه شوې ده ۔ قرارداد كښې وئيلي شوې دې چې په لائن آف کنټرول يا په ورکنګ باٶنډري د هند لخوا هر ډول مهم جوئۍ بشپړه ځواب وركولو د پاكستان اولس او وسله وال ځواكونه صلاحيت لري او په دې لړ كښې ټول چمتو دي٬ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په كونسل زور رواړلې شوې دې چې ھغوي يو كمېشن جوړ كړې كوم چې د هندي والو ځواكونو لخوا د بشري حقونود خلاف ورزيو او د تور قوانينو د استعمال تحقيقات و كړي۔ قرارداد كښې د پاكستان لخوا د دې

مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں