په اولسي كچه پراخا روابط د شريكو اړيكو استحكام لپاره مهم دي

image
APP61-10 BOAO: April 10 - Chief Executive of Hong Kong, Ms. Carrie Lam called on Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi on the sidelines of BOAO Forum for Asia. APP

باؤ (چين) 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي په اولسي كچه پراخا روابط د شريكو اړيكو استحكام لپاره مهم دي٬پاكستان هانګ كانګ تر ټولو لويه او مهمه آزاده تجارتي سيمه ګڼي٬د هانګ كانګ كاروباري خلق په پاكستان كښې د مالياتي خذماتو٬ټېكنالوجۍ لاجسټكس او د انفراسټركچر په څانګو كښې په سرمايه كارۍ ګټھ ترلاسه كولې شي۔ده دا خبرې هانګ كانګ چيف ايګزېكټيو كيري لام سره په ملاقات كښې وكړې چا چې د باؤ فورم په موقع ده سره ملاقات كولو۔وزيراعظم كيري لام ته د كامياب انتخابي عمل د لارې د چيف ايګزېكټو چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه۔وزيراعظم ووئيل هانګ كانګ د 25 زره پاكستانيانو وګړو كور دے۔وزيراعظم د هانګ كانګ څخه په پاكستان انويسټمنټ فورم كښې د سرمايه كارو په ګډون كولو د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل پاكستان هانګ كانګ يو ځانګړې او لويه آزاده تجارتي سيمه ګڼي۔ده د هانګ كانګ د حكومت په شركت سره د تجارت او سرمايه كارۍ د ودې دستورو او كاروباري غونډو لپاره هيله څرګنده كړه۔وزيراعظم د هانګ كانګ چيف ايګزېكټيو ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔د هانګ كانګ چيف ايګزېكټيو د اوسني حكومت د اقتصادي پرمختګ د هڅو ستائنه وكړه او هيله يې څرګنده كړه چې په اقتصادي او اولسي كچه به روابط لا استحكام ومومي

مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo
متعلقہ مضامین
مزید خبریں