د اكادمي ادبيات چيئرمېن سيد جنېد اخلاق د رسول بخش پلېجو په مړينه خواشيني اوښودله

image

اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی پی) د اكادمي ادبيات چيئرمېن سيد جنېد اخلاق د هېواد د نوموړي اديب ٬ دانش ور او سياستدان رسول بخش پلېجو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ده ووئيل ارواښاد ټول عمري د مارشل لاﺀ ٬جاګيردارانه نظام او سامراجيت په ضد هڅې وكړې۔ د جنرال ضياﺀ په دوره كښې دې زندان كښې وو۔ رسول بخش پلیجو په هندی، فارسی، عربی، بلوچی، بنګالی، سرائیکی او پنجابی ژبو كښې يو ډول مهارت لرلو۔ دې يو دانشور مصنف او د سپريم كورټ وكيل هم پاتے شوے۔ رسول بخش پلیجو په سیاسی ،ادبی ،تاریخی ،فکری او تنقیدی ادب 35 کتابونه ليكلي۔ د بشري حقونو او ادب په لړ كښې دده خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې لوئې څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي

مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں