د خزانې وزير مفتاح اسماعيل نن قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث راغونډوي

image

اسلام آباد۔ 10 مئی(اے پی پی) قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 2018-19ء په بجټ بحث د زيارت په ورځ روان پاتې شو او نن د جمعې په ورځ به د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل په بجټ بحث راغونډوي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) غړي قاري محمد يوسف په بجټ بحث كښې ووئيل تركيه زمونږ څخه وړاندې تللے۔ د اسلامي نړۍ په مسئلو د پاكستان غبرګون بايد تر ټولو وړاندې راشي۔ ده ووئيل معيشت بايد سود څخه پاك كړې شي۔ په بجټ كښې مدرسو لپاره فنډز نشته۔ د سودي نظام ختمولو لپاره هېڅ نه دي شوې ۔ده ووئېل د كوهستان آبادي د يو تحصيل برابر هم نه ده ولې د بټ ګرام ځينې سيمې پكښې شاملولو سره صوبائي حكومت كوهستان ضلع جوړه كړې۔ دا زياتې دے وفاق بايد د دغې نوټس واخلي

مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں