د وزيراعظم د موسمياتي بدلون په اړه صلاحكار ملك امين اسلم خان سره د ورلډ بانك شپږ كسيزه پلاوي ملاقات

image

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پی پی)د نړيوال بانك شپږ كسيزه پلاوي د نهې په ورځ د كنټري ډائرېكټر پاچا موتو لنګوون په مشرۍ كښې د وزيراعظم د موسمياتي بدلون په اړه صلاحكار ملك امين اسلم خان سره ملاقات كړې او په سيمه كښې د راتلونكې موسمياتي بدلون د خطرناكو اثراتو پشمول په نورو چارو ئې خبرې اترې كړې ۔د ورلډ بانك پلاوي ووئيل په سوئېلي آسيا كښې د رامخې ته كېدونكو موسمياتي بدلونونو درجه حرارت كښې چې كوم زياتوالې شوې دې سره بشري ژوند ته سختې خطرې پیښې دي د كومو مخ نيوي له چې د پاكستان پشمول ټوله منطقه كښې ګامونه پورته كوو۔وفاقي وزير پلاوي خبر كړو چې زمونږ حكومت د ماحوليات بهترۍ ته پام لرنه كوي او مونږ د پلانټ فار پاكستان كمپائن ترمخه د لس اربه اونو نالولو پريكړه كړې دغسې مونږ د صفائۍ په حقله د پاك او سرسبز پاكستان په نوم كمپائن پېل كړې چې مقصد يې په اولس كښې د صفائې شعور بېدارول دي او خپلې اجتماعي رويې بدلول دي۔ده ووئيل په دې كمپائن كښې د وفاقي او صوبائي حكومتونو پشمول زده كوونكي او د ټول هېواد خلق برخه

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں