د حکومت د وړومبو 5 مياشتو په مهال د افراط زر شرح د تيرو دور حکومتونو دې مودې پھ تناسب سره کمه د

image
APP70-10 ISLAMABAD: January 10 - Chaudhry Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting and Makhdoom Khusro Bakhtiyar, Federal Minister for Planning, Development & Reform and Deputy Chairman Planning Commission briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 10 جنوری (اے پی پی) د شماریات ،منصوبه بندۍ ،پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر خسرو بختیار وئيلي دي چې د حکومت وړومبو 5 مياشتو په مهال د افراط زر شرح د تيرو درې حکومتونو دې مودې پھ تناسب سره کمه ده، د يوې مياشتې 17 زره روپۍ آمدن كونكو به افراط زر كښې په زياتوالې كوم اثر نه پريوځي،کم آمدن كونكو له به د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام مياشتنيز قسط كښې اضافه كولې شي، د پیپلز ګوند په حکومت كښې افراط زر كښې 11.2 فیصده ، د مسلم لیګ (ن) په حکومت كښې 9.1 فیصده اضافه شوې ده ، د اوسني حکومت په وړومبو 5 مياشتو كښې د افراط زر شرح كښې .4 فیصده اضافه شوې ده،وزیراعظم صوبائی حکومتونو ته د كوټلې پرائس میکنزم سپارښتنه كړې ده۔ ده د زيارت پھ ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن او د شماریات ډویژن سيكترې سره د کابینې غونډې نه پس میډیا ته بریفنګ وركولو۔وفاقی وزیر خسرو بختیار ووئيل د کابینې په غونډه كشې د افراط زر په اړه تفصیلی بریفنګ وركړې شوې چې دا مهال هېواد كښې افراط زر څه دي او د پخواني حكومتونو دومره مودې پھ مهال افراط زر كښې څومره اضافه شوې ده۔ ده ووئيل د پاکستان بیورو آف شماریات د 1999 نه تر اوسه افراط زر شيمره په اوونيز او مياشتنيز او كلن بنياد جاری کونكې مصدقه ادارہ ده او نړيوالې مالیاتی ادارې هم دا شميرې مني او حکومتونه هم خپلې پالیسۍ دا شميرې تر نظر ساتلو جوړوي۔ ده ووئيل اپوزیشن د ګرانۍ بیانیه كوم حقیقت نه لري۔ ده ووئيل 2008 كښې د پاکستان پیپلز ګوند حكومت پيل كيدو سره افراط زر 14.1 ؤ او د حکومت بشپړيدو پنه پس افراط زر 25.3 فیصده ته رسيدلې ؤ دغسې په دغې دور كښې افراط زر كښې 11.2 فیصده اضافه شوې، د مسلم لیګ (ن) حکومت 5 كلونو كښې افراط زر 9.1 ته رسيدلې ؤ، ده ووئيل كله چې پاکستان تحریك انصاف حکومت سنبھال كړو نو افراط زر 5.8 ؤ او وړومبو 5 مياشتو نه پس د دسمبر تر آخر افراط زر 6.2 ته رسيدلې، په دې موده كښې افراط زر كښې صرف 0.4 فیصده اضافه شوې

مضمون کا ماخذ : بہت کچھ