د امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو په ضد دوه بيل عمليات،زيات مطلوب ترهه ګرو سرغنه فیصل وژل شو

image

پينډۍ 30 ستمبر (اے پي پي) د امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو په ضد دوه بيلو عملياتو په مهال زيات مطلوب ترهه ګرو سرغنه فیصل وژلې شوې، پاره چنار كښې د نښتو په مهال د پاك پوځ ځوان شهيد شوې۔د آئی اېس پی آر له مخې د 28/29 ستمبر په شپه صوبه خېبر پښتونخوا كښې امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو ترمينځه نښتې شوي۔امنيتي ځواكونو کاټلنګ ضلع مردان كښې په انټیلی جنس بېس اډانه عمليات كړې،چې په نتيجه كښې ئې زيات مطلوب د ترهه ګرو سرغنه فیصل وژلې شوې۔ دغه ترهه ګر د ترهه كرۍ په ګنو کارروائیو كښې ككړ ؤ او قانون نافذ کونكو ادارو ته زيات مطلوب ؤ۔د وژلې شوې ترهه ګر څخه وسله او ګوله بارود هم برآمد شوې دي۔ضلع کرم په پاراچنار سيمه كښې د ترهه ګرو سره په نښته كښې لانس نائیك غیرت خان (عمر 33 كاله ، د ضلع کرم اوسيدونكې) شهید شوې۔د آئی اېس پی آر له مخې د پاکستان امنيتي ځواكونه هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو له لوظي دي او زمونږ د بهادر ځوانانو دا ډول قربانۍ به بے ځايه نه ځي۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo
متعلقہ مضامین
مزید خبریں