قامي اسمبلۍ كښې د حكومتي او مخالفې ډلې غړو لخوا د هندي جارحيت په سختو ټكو غندنه

image

اسلام آباد ۔ 26 فروری (اے پی پی) قامی اسمبلی كښې حكومتي او د مخالفې ډلې غړو د هندي جارحيت په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي ټول اولس د فولادي دېوال په ډول د هند عزائمو ته مخې ته ولاړ دے۔ هندي وزيراعظم منطقه كښې امن لپاره خطر جوړ شوې۔ د پاكستان اقليتونه د هېواد دفاع له وسله والو ځواكونو سره ولاړ دي۔ د مودي جنګي او وحشي جنون د قبلولو نه دے۔ مودي بايد په دې پوهه شي چې دا د اېم اېم عالم پاكستان دے۔ او د پاكستان هر وګړې نن اېم اېم عالم دے۔ پاكستان چې په سفارتي او اقتصادي كچه كومې كاميابۍ ترلاسه كوي هند ئې زغملې نه شي۔ مودی ته خبردارې وركوو چې هغه د خپلو شېطاني عزائمو څخه منع شي ګني مونږ به ئې ختم كړو۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د هندي جارحيت په اړه د خيالاتو څرګندونې په مهال ناز بلوچ ووئيل مونږ د هندي جارحيت غندنه كوو۔ دې ووئيل د مودي جنګي او وحشي جنون د قبلولو نه دے۔ دې ووئيل مودي بايد په دې پوهه شي چې دا د اېم اېم عالم پاكستان دے او د پاكستان هر وګړې نن اېم اېم عالم دے۔ امجد علی خان ووئيل هندي جارحيت د قبلولو وړ نه دې۔ ده ووئيل د پاكستان سلامتيا او دفاع لپاره زمونږ وسله والو ځواكونو چې كومې قربانۍ وركړې نړۍ ته وړاندې دي۔ پاكستان چې په سفارتي كچه كومې كاميابۍ ترلاسه كوي هند ئې زغملې نه شي۔ ده ووئيل مونږ په خپل پوځ باور لرو۔ مولانا عبدالاکبر چترالی د هندي جارحيت غندنه كولو سره ووئيل مونږ بايد د هند په ضد د جهاد اعلان وكړو او دې جهاد لپاره ټول قام د خپل ځان او مال قربانۍ وركولو ته تيار دے۔ ده ووئيل هر پاكستانې وګړې په قرآن او آخرت ايمان لري۔ كېل داس ووئيل هندي وزيراعظم د منطقې امن له خطر جوړ شوې ۔ د پاکستان اقلیتونه د هېواد دفاع له وسله وال ځواك سره ولاړ دي۔ ده ووئيل زه امن دوست هندي وګړو ته خواست كوم چې هغوي د مودي په ضد لارو ته راوځي۔ جے پرکاش ووئيل نرېندر مودی يو ترهګر وزيراعظم دے۔ د پاکستان هندو برادری بهادرو وسله والو ځواكونو سره ولاړه ده ۔ لال چند ووئيل مونږ د هند لخوا د پاكستان د فضائي حدونو خلاف ورزۍ غندنه كوو۔ پاكستانې اولس يو بهادر قام دے ٬ مونږ به د خپل وطن دفاع كوو۔ رانا فرمان اللہ بھټی ووئيل زه 32 كاله په پوځ كښې پاتې شوې يم او د كال 65 او 71 جنګونو كښې مې برخه اخستې۔ په دې خبره خوشحاله شوې يم چې ټولو د يو والي څرګندونه كړې ۔ په داسې موقعو جذباتي كېدو سره مونږ غلطې پرېكړې كوو۔ مونږ له به حقائق وړاندې اېښودلو سره پرېكړې كول وي۔ حكومت ته به مشوره وركوم چې په سړو مزغو او هوش سره د صورتحال جاج واخلي او پرېكړه وكړي۔۔ سردار نصر اللہ دریشک ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې په تش لاسې اولس ظلم او زياتې كوي۔ كشميريانو ته بايد دوئي حق وركړي۔ ده ووئيل څنګه چې محمد بن قاسم تاريخ رقم كړې اوس به پاكستانې قام هم د خپل هېواد دفاع له خپل بشپړه كردار ترسره كوي۔ فرخ حبیب ووئيل هند ته به اندازه شوې وي چې د پاكستان دفاع څومره مضبوطه ده۔ نن ټول قام يو موټې دې۔ كراچۍ تر كشمير او چترال څخه تر بولان

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں