د وزيراعظم د ځوانانو چارو به اړه خاص مرستيال عثمان ډار خبري كنفرنس

image

اسلام آباد ۔ 4 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د ځوانان چارو خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي سندھ حکومت د ټائيګر فورس خذمات كارولو نه انكار كړے ۔ سیالکوټ كښې د ټائيګر فورس مشري كولو له خواجه آصف ته ضلعي انتظاميې خط ليكلے ۔ دا يو غېر سياسي او رضاكار فورس دے او په دې بايد سياست اونكړې شي۔ د هېواد په بېلو برخو كښې كورونا ريليف ټائيګر فورس فعاله شوے۔ په ځائي كچه به بېلو ادارو سره مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خبري كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان ټائیګر فورس ته خطاب نه وروستو ګرد هېواد كښې د كورونا ټائيګر فورس فعال شوے ۔ده ووئيل سندھ څخه فورس كښې د رجسټرډ ځوانانو شمېره 154 زره ده۔ ده ووئيل ټائيګر فورس كښې د رجسټرډ ځوانانو شمېره 10 لكه ده كومو كښې چې انجينئرز ٬ استاذان ٬وكيلان او د وسله والو ځواكونو ريټائرډ كسانو په شمول بېلو څانګو سره تعلق لرونكي وګړي شامل دي۔ ده ووئيل د ټائیګر فورس رضاکارو ته به د الېکټرانک چپ د لارې خاص شناختي نمبر وركولې شي۔ ټائیګر فورس به په صوبائی، ضلعی، تحصیل او د یونین کونسل په كچه كار كوي۔ د ضلعې او يونين كونسل په كچه به ټاكلې نمائندګان ټائيګر فورس كمېټۍ كښې شاملولې شي۔ ده ووئېل مخالفه ډله په دې معامله سياست كوي۔ ده ووئيل دا رضا كار فورس كوم اختيار نه لري۔ مخالفه ډله بايد د دې فورس په ټي او آرز ځان پوهه كړي۔ فورس ته به د انتتظاميې لخوا مشري او مرسته ترلاسه وي

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں