اسلام آباد 22 جنوري(اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې بېلا بېلو ګوندونو سره تعلق لر??نكو غړو د ساهيوال پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلې دي د ځپلې كورنۍ ډاډ ګېرنه يوازې د انصاف ور??ړې د لارې ممكنه ده ٬ د پوليس لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو مانيټرنګ لپاره دې سېفټي كمېسون ??وړ كړې شي٬ بلوچستان كښې په آر سي ډي هائي وے بس كښې د ژوندو سوځېدونكو كسانو د كورنيو دې هم مرسته وكړې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ساهيوال په پېښه بحث كښې د اېم كيو اېم صابر حېسن قائم خاني ووئيل د ځپلې كورنۍ ډاډ ګېرنه يوازې د انصاف ور??ړې د لارې ممكنه ده ٬ د پوليس لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو مانيټرنګ لپاره دې سېفټي كمېسون ??وړ كړې شي۔ ده ووئيل د پوليس يو عسكر هم ځان د قانون ??ابع نه ګڼي٬ د پوليس اصلاحاتو لپاره دې كمېټې جوړه كړې شي۔ د بلوچستان نیشنل ګوند حسن بلوچ د پېښې غندنه كولو سره وئيلي دې د مشرف په دور كښې نواب اكبر بګټي دا ډول شهيد كړې شوې او بلوچستان څخه اوس هم ډېر خلق بې در??ه دي٬ پولیس د قانون ??ابع كولو لپاره دې پاليسۍ جوړې كړې شي۔۔ د پي ټي آئي عبدالشکور په بحث كښې ووئيل د پېښې په اړه د مخالفې ډلې تنقيد د زړه نه تسليموو هڅه دې وكړې شي چې دا ډول پېښه بيا رامخې ته نه شي۔ پیپلز ګوند غړې ناز بلوچ په بحث كښې ووئيل د كومو ماشومانو تحفظ چې د پوليس ذمه واري وه هم دغه ماشومان د پوليس له امله عدم تحفظ سره مخ دي۔