هېلت وركرز ته حفاظتي سامان په ترجيحي بنيادونو وركوٶ۔ د ډاكټر ظفر مرزا په مشرۍ كښې غونډه

image

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزیراعظم سلاحكار ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي پروفېشنلز هېلت وركرز زمونږ د فرنټ لائن اتلان دي، حکومت د دوي خدمات ته په درنه سترګه ګوري، هېلت وركرز ته حفاظتي سامان په ترجيحي بنيادونو وركوٶ۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پمز روغتون كښې د لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د هېلت ډپتې سېكرټرې او د پمز روغتون اېګزېكټو ډائريكټر هم ګدون وكړو۔ د پمز اېګزېكټو ډآئرېكټر د كرونا مخ نيوي لپاره د رامخې شوو چېلنجونو په انتظامات او اقداماتو بريفنګ وركړٶ۔ قامي صحت لپاره د وزيراعظم مرستيال ډاكټر ظفر مرزا ووئيل د كرونا وائرس نه د اولس تحفظ باوري كولو لپاره بشپړه او كوټلې ګامونه پورته كوٶ، پروفېشنلز هېلت وركرز زمونږ د فرنټ لائن اتلان دي، حکومت د دوي خدمات ته په درنه سترګه ګوري، هېلت وركرز ته حفاظتي سامان په ترجيحي بنيادونو وركوٶ۔۔ ده ووئيل پمز روغتون كښې پروفېشنلز هېلت وركرز ته د يوې مياشتې حفاظتي آلاتو سټاك وركړې شوې، په روغتون كښې د كرونا رنځورانو غوره طبي پالنه روانه ده۔ ده ووئيل د كرونا وائرس مخ نيوي لپاره ټول ترلاسه وسائل كاروٶ۔

مضمون کا ماخذ : بہت کچھ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں