د کرونا وائرس مخ نيوي لپاره صوبو، اسلام آباد، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان ته 63 آئي سي يو ونټيليټرز، 63 بائي پېپ او 60 ايکسرے مشيںان وركړې شوي۔ اېن ډي اېم اے وياند

image

اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ لخوا د کرونا وائرس مخ نيوي لپاره صوبو، اسلام آباد، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان ته 63 آئي سي يو ونټيليټرز، 63 بائي پېپ او 60 ايکسرے مشيںان وركړې شوي۔ د زيارت په ورځ اېن ډي اېم اے وياند له مخې پنجاب ته 26 ، 26 آئي سي يو ونټيليټرز او بائي پېپ وركړې شوي٬ پنجاب كښې لاهور او پېنډۍ لپاره لس لس او ملتان لپاره شپږ٬ شپږ آئي سي يو ونټيليټرز او بائي پېپ بېل كړې شوي۔ سندھ لپاره شپاړس آئي سي يو ونټيليټرز او شپاړس بائي پېپ وركړې شوي٬ سندھ كښې كراچۍ لپاره لس٬ لس او سكهر لپاره شپږ شپږ آئي سي يو وينټيليټرز او بائي پېپ بېل كړې شوي۔ دغسې خېبرپښتونخوا لپاره هم شپاړس آئي سي يو ونټيليټرز او 16 بائي پېپ وركړې شوي چې پكښې پېښور لپاره لس ٬ لس او اېبټ آباد لپاره شپږ ٬ شپږ ونټيليټرز او بائي پېپ وركړې شوي

مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں