اسلام آباد 09 ??تم??ر(اے پي پي) نوي ټاكلي شوي اولس مشر ډاكټر عارف الرحمن علوي د پاكستان ديارلسم اولس مشر په حېث د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو٬ د ا??وار په ورځ ايوان صدر كښې په يوه ساده ولې درنه دستوره كښې د سپريم كورټ ستر قاضي جسټس ثاقب نثار ډاكټر عارف علوي څخه دده د منصب سوګند واخست۔ دستوره كښې وزيراعظم عمران خان او پخواني اولس مشر ممنون حسېن هم ګډون وكړ??۔ په دې مهال د سېنېټ چيئر مېن صادق سنجراني ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ٬ د درې واړو وسله والو ځواكونو مشران ٬ د پنجاب اعلی و??ير عثمان بزدار ٬ د بلوچستان اعلی و??ير جام كمال خان ٬ د سندھ اعلی و??ير سيد مراد علي شاه ٬ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل ٬ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ٬ د خارجه چارو و??ير شاه محمود قرېشي ٬ د ا??لاعاتو وفاقي و??ير چوهدري فواد حسېن او د خزانې وفاقي و??ير اسد عمر په شمول اعلی سول او پوځي چارواكي موجود وو۔ د اولس مشر د سوګند پورته كولو دستوره كښې د سعودي عربستنان د ا??لاعاتو و??ير عواد بن صالح ٬ د چين خارجه و??ير وانګ ژي ٬ غېر ملكي سفيرانو ٬ پارلماني غړو او د بېلو سياسي لارښودو په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔ دا خب??ه دې ياده وي چې ډاكټر عارف الرحمن علوي د روانې مياشتې په 4 مه نېټه اولس مشر ټاكلې شوې وو(