د اولس مشر ډاكټر عارف علوي ايوان صدر كښې د تعليم په حقله قامي سېمينار ته وېنا

image
APP65-25 ISLAMABAD: February 25 – President Dr. Arif Alvi addressing the national seminar on ‘Challenges of Education Sector of Pakistan’. APP

اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي سماجي او معاشي پرمختګ لپاره د تعليم نظام ښه كول او د جديد دور تقاضو سره د سمولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي دي نن پاكستان له بدلېدل آسان دي ٬ حكومت په دې لړ كښې پكار جذبه او جنون لري م٬ نوې پاكستان به خامخا جوړېږي۔ اولس مشر دا خبرې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د تعليم پحقله قامي سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود، د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر طارق بنوري، د اېن ډي يو صدر لېفټیننټ جنرال عامر ریاض، د اسلامي نظریاتي کونسل چیئرمېن قبله ایاز ،د بي ائي اېس پي چيئرپرسن ډاکټر ثانیه نشتر او نورو هم وېنا وكړه۔ اولس مشر ووئيل سماجي او معاشي پرمختګ لپاره به د تعليم نظام ښه كول وي٬ جديد ټېكنالوجي كارول د وخت مهم ضرورت دے٬ حكومت د تعليم د لارې په پرمختګ باور لري٬ په دې لړ كښې تعليمې نظام د جديد دور تقاضو او ضرورتونو سره سمول پكار دې۔ اولس مشر ووئيل د زده كړې عمل د مشاهدې نه پېل كېږي او ترلاسه تجربه راتلونكي كول ته منتقل كول هم اصل تعليم دے ۔ ده وئيل وخت ډېر په تندۍ سره بدلېږي او دې سره د رابطو طريقې هم بدلې شوې ٬ د كومو تر مخه چې د تعليم په څانګه كښې بهتري راوستلې كېدې شي ٬ د ټېكنالوجۍ كارول په دې لړ كښې ډېر اهميت لري٬ د دې د لارې علم ته رسنه آسانه شوې ده ۔ په دې موقع ده د تعليم عام كولو لپاره د جومات او امام اداره جاتي استعمال په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د خواندۍ په شرح كښې اضافې سره سره به د تعليم معيار ته هم پاملرنه كول وي۔ اولس مشر د مصنوعي ذهانت د څانګې اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل په دې لړ كښې ځوانان د تربيې لارې جديده نړۍ كښې د موجودو او سباٶن موقعو څخه استفاده كولې شي۔ په دې موقع د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر طارق بنوري٬ د اېن ډي يو صدر لېفټیننټ جنرال عامر ریاض، د اسلامي نظریاتي کونسل چیئرمېن قبله ایاز سره سره د زېبسټ صدر شهناز وزير علي او د سټيزن فاٶنډېشن چيئرمېن هم وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں