وزیراعظم عمران خان سره د پاکستان اسټاك ایکسچینج نمائندګانو او بنکارانو وليدل

image
APP34-10 KARACHI: July 10 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting of business community including KCCI, FPCCI's representatives at the Governor's House. APP

کراچۍ 10 جولائی (اے پی پی) د پاکستان اسټاك ایکسچینج نمائندګانو د وفاقی حکومت په معاشی پالیسیو د باور څرګندونه كړې دغسې وزیراعظم عمران خان وئيلې دي تيرو حکومتونو مارکیټ د خپلې ذاتی ګټې لپاره كارولې، اوس به په معیشت او مارکیټ كښې استحکام راشي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د پاکستان اسټاك ایکسچینج او بنکارانو پلاوي سره د ملاقات پھ مهال وكړه۔ ملاقات كښې د سندھ ګورنر سندھ عمران اسمعیل، علی زیدی، حماد اظهر، فیصل واوډا، عبدالرزاق داؤد، ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، ډاکتر عشرت حسین، سید شبر زیدی، سید زبیر حیدر ګیلانی، ډاکټر رضا باقر موجود وؤ۔ د پاکستان اسټاك ایکسچینج پلاوي كښې سلمان مهدی، اشرف بھاونے، شهزاد چمیدہ، احمد چنائے، عابد علی حبیب، ناز خان، سعد امان خان، بشیر جان محمد، عقیل کریم ډھیډی، عارف حبیب او کامران ناصر شامل وؤ دغسې د بنکارانو په پلاوي كښې یوبی ایل، نېشنل بنك، حبیب بنك، میزان بنك، الفلاح او جے اېس بنك نمائندګان هم په دې موقع موجود وؤ۔ د صوبائی اسمبلۍ غړو كښې فردوس شمیم نقوی، حلیم عادل شیخ او خرم شیر زمان ناست وو۔ ملاقات كښې د پاکستان اسټاك ایکسچینج پلاوي د حکومت په معاشی پالیسیو د باور څرګندونه وكړه او لا ښه والي له ئې تجاویز وړاندې كړل۔ وزیراعظم د پلاوي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل تيرو حکومتونو مارکیټ د خپلې ذاتی ګټې لپاره استعمال کړې، اوس به په معیشت او مارکیټ كښې استحکام راشي۔ ده ووئيل د ملاقاتونو دا سلسله به روانه وي دغسې چې حکومت د ټولو د مشورو څخه استفاده وكړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں