د بېلو وزارتونو او ډويژنو پرمختيائي كارونو له تر دې دمه 5 كھربه 78 اربه 87 كروړه څخه د زياتو روپو فنډز جاري

image

اسلام آباد ۔ 27 مئی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او اصلاحاتو سركاري څانګې پرمختيائي كارونو په لړ كښې د بېلو وزارتونو او ډويژنو پرمختيائي منصوبو له په مجموعي توګه 5 کھربه 78 اربه 87 کروړه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي۔ د پلاننګ کمېشن لخوا د جاري شويو شمېرو ترمخه حكومت په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو بحالۍ له 28 اربه 77 کروړه 96 لکھ، امنيت لا ټينګولو له 11 اربه 88 کروړه، ایرا لپاره 3 اربه 50 کروړه، پرائم منسټر یوتھ هنر مند پروګرام له97 کروړه 14 لكه، د فاټا لس كلن پروګرام ترسېوري لاندې 10 اربه روپۍ ، د وفاقی حکومت خصوصی پروګرامونو له 24 اربه روپۍ ٬ ګلګت بلتستان بلاک له 16 ارب 31 کروړه، اے جے کے بلاک له 25 ارب 32 کروړه، این ټی ډی سی/ پیپکو له 11 اربه 61 کروړه، این ایچ اے له 2 کھرب 17اربه 45 کروړه، واټر ریسورس ډویژن له 56 اربه 72کروړه، ټېکسټائل انډسټری ډویژن له 1 کروړ 52 لكه، سپارکو له15 اربه 74 کروړه، شماریات ډویژن له5 کروړه 28 لكه، د ریاستی او سرحدی چارو ډویژن له 25 اربه 56 کروړه، سائنس اېنډ ټیکنالوجیکل ریسرچ ډویژن له 64 کروړه 27 لكه، ریونیو ډویژن له 3 ارب 42 کروړ، ریلویز ډویژن له23 اربه 22 کروړه، پلاننګ کمیشن له 4 اربه 6 کروړه، پټرولیم ډویژن له 32 کروړه 42 لكه، پاکستان نیوکلیئر اتھارټی له 27 کروړه 60 لكه، پاکستان اټامک انرجی کمېشن له 26 اربه 27 کروړه او قومی تاریخ او ورثه ډویژن له د 9 کروړه 50 لكه روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں