قامی اسمبلۍ د سی پیك منصوبو نګرانۍ لپاره د پارلمان كمېټۍ جوړولو تحریك منظور كړو

image

اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) قامی اسمبلۍ د چین پاكستان اقتصادی راهدارۍ منصوبو نګرانۍ لپاره د پارلمان كمېټۍ جوړولو تحریك منظوری كړې دې۔ د زيارت پھ ورځ د پارلمانی چارو دوهم وزير علی محمد خان په دې لړ كښې تحریك وړاندې كړو۔ تحریك كښې وئيلي شوې دا ایوان د قامی اسمبلۍ سپیكر له د سېنېټ چیئرمېن او پارلمانی لارښود مشاورت سره د 21 كسيزه كمېټۍ جوړولو اختیار وركوي چې پكښې به د قامی اسمبلۍ او سېنېټ غړي شامل وي۔ سپیكر به د كمېټۍ غړو نامو كښې د ېبدلون كولو هم واك لري ۔ كمېټي به د چین پاكستان اقتصادی راهدارۍ پروژو د نګرانۍ فریضه هم ترسره كوي۔ كمېټي به د سی پیك منصوبو ښه والې له هم خپل وړاندېزونه وركوي

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں