د اعلی وزير محمود خان ګلياتو كښې د مري روډ نه پرانستل كېدو او په اپركوهستان كښې واوره كښې د بې دركه شويو 6 وګړو لټون په اړه د خبرونو نوټس

image

پېښور ۔26 جنوری (اے پی پی) اعلی وزير محمود خان ګلياتو كښې د مري روډ نه پرانستل كېدو او په اپركوهستان كښې واوره كښې د بې دركه شويو 6 وګړو لټون په اړه د خبرونو په سختۍ سره نوټس اخستلې او په دې اړه ئې ضلعي انتظاميې او اړوند چارواكو ته د مرستې هلې ځلې زر تر زره د بشپړ كولو هدايت كړې دې۔ اعلی وزير ځپليو سره د خواخوږۍ څرګندونه هم كړې ده۔ ده د حساسو ضلعو او سيمو ځائي انتظاميې ته د بېدار پاتې كېدو او د كومې پېښې په صورت كښې په وخت ځائې ته رسېدل او د مرستې هلې ځلې باوري كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د ناڅاپي آفاتو څخه ځپلې شوي اولس ته ريليف وركولو له اړوند ادارې بايد هر وخت چمتو وسي

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں