د بلوچستان اولس د ستونزو نه خبر يو

image

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د بلوچستان څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړٶ تله باور وركړې چې د بلوچستان اولس د ستونزو نه خبر يو٬ د ستونزو هواري لپاره به هر ډول ممكنه هڅې كولې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر محمد قاسم خان سوري او منوره بي بي سره خبرو كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ وزيراعظم عمران خان سره وزيراعظم آفس كښې ملاقات كولو۔ په دې موقع د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال نعیم الحق، ملك محمد عامر ډوګر او د پاكستان تحريك انصاف عمومي سېكتر ارشد داد هم موجود وو۔ په دې موقع صوبه كښې د ګوند د تنظمي چارو په حقله هم تفصيلي خبرو سره سره د بلوچستان په پرمختيائي چارو ٬ د اوبو وركړې او د بې روزګارۍ غوندې په مسئلو هم خبرې اترې وشوې۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں