وزيراعظم عمران خان د سرګودها ډويژن څخه د تعلق لرونكو قامي اسمبلۍ غړو سره خبرې

image

اسلام آباد 22 فروري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي بيورو كريسي په بشپړه توګه غېر سياسي او د اولس خذمت كوونكي جوړول د پي ټي آئي حكومت منشور دے٬د سركاري اهلكارو د اړخه اولس لپاره د ستونزو پیدا كولو روش به پھ هېڅ صورت اونه زغملې شي ٬اولسي نمائندګان دې بدعنواني كوونكي او رشوت اخستونكي په ګوته كړي٬په سركاري غونډو كښې د ګډون ترمخه د اولس د انتظار روش به په هېڅ صورت نه زغملې كېږي ٬سركاري افسران دې د اولس لپاره د پرانستو ورونو په پالېسۍ عملدرآمد باوري كړي٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د سرګودها ډويژن څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره ليدلي وو۔په ملاقات كښې ملك عمر اسلم خان٬ملك محمد احسان الله ټاوانه٬امجد علي خان٬ثناﺀ الله مستي خيل٬ډاكټر محمد افضل خان ډهانډله٬چوهدري عامر سلطان چيمه او جويره ظفر موجود وه۔د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق ارشد داد او د وزيراعظم وياند نديم افضل ګوندل هم په دې موقع موجود وو۔وزيراعظم چوهدري عامر سلطان چيمه له د قامي اسمبلۍ په غړي ټاكلې كېدو مباركي وركړه۔دغسې د قامي اسمبلۍ غړو د اولسي ستونزو څخه وزيراعظم خبر كړو۔ټاكلو نمائندګانو وزيراعظم د انتظاميې او پوليس په حقله مسئلو څخه هم خبر كړو۔پھ دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل بيورو كريسي په بشپړه توګه غېر سياسي او د اولس خذمت كوونكي جوړول د پي ټي آئي حكومت منشور دے ٬ ده ووئېل د سركاري اهلكارو د اړخه اولس لپاره د ستونزو پیدا كولو روش به پھ هېڅ صورت اونه زغملې شي٬اولسي نمائندګان دې بدعنواني كوونكي او رشوت اخستونكي په ګوته كړي٬په سركاري غونډو كښې د ګډون ترمخه د اولس د انتظار روش به په هېڅ صورت نه زغملې كېږي۔وزيراعظم ووئيل ټاكلې نمائندګان دې اولسي ستونزې په ګوته كړي او د هغې حل له دې متحرك كردار ترسره كړي۔وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې د غريبو او مستحقو كسانو مرستې له به يو كوټلي پروګرام ډېر زر اعلان كړې شي۔ده ووئيل ځوانانو ته هنر زده كول او د كركيلې پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي۔په ملاقات كښې د سرګودها ډويژن د ګوند په تنظيمي چارو هم غور وكړې شو

مضمون کا ماخذ : Raging Rhino
متعلقہ مضامین
مزید خبریں