اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله زيات مرګونه د خېبر پښتونخوا نه پس په پنجاب كښې شوي. د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر ﴿اېن سي او سي﴾ لخوا جاري شوو شمېرو له مخې په وبا نور 30 كسان په حق رسېدلي چې پكښې 8 رنځوران په وېنټي لېټرز وو. د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا نور 3301 كېسونه رامخې ته شوي. د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا 38 زره 282 ټېسټونه شوي. په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شوو كسانو شمېره 5 لكه 86 زره 288 ته رسېدلې. په بلوچستان، ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې په دې وخت كښې د كورونا كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته. په ټول هېواد كښې 364 رنځوران په وېنټي لېټرز دي. په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 36 زره 849 ده او د ځپليو ټوله شمېره 6 لكه 37 زره 42 ده. په هېواد كښې د كورونا په وبا د حق رسېدليو شمېره 13 زره 965 ته رسېدلې. تر اوسه په هېواد كښې د كورونا وائرس 98 لكه 95 زره 515 ټېسټونه شوي. په هېواد كښې د كورونا رنځورانو لپاره په بېلو كړو 631 روغتونونو كښې 3 زره 104 رنځوران داخل دي