شاہ محمود قرېشي د زيارت په ورځ د خارجه وزارت د قونصلر آفس ناڅاپي دوره

image

اسلام آباد 11 اپریل (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي د زيارت په ورځ ٬ خارجه وزارت د قونصلر آفس ناڅاپي دوره كړې او قونصلر آفس كښې د كاغذاتو تصديق لپاره راغلې سائلينو سره ئې ملاقات كړے۔ په دې موقع وفاقي وزير هلته موجودو خلقو څخه د ھغوي مسئلې معلومې كړې او په موقع ئې احكامات هم جاري كړل۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د قونصلر آفس د بېلا بېلو څانګو معائنه وكړه او چارواكو څخه ئې د كار پحقله پوښتنې وكړې ۔ خارجه وزیر په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل د ناڅاپي دورې مقصد سائلينو څخه د ھغوي د مسئلو نه ځان خبرول وو۔ ده ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې يو كس د چارواكو د رويې او كرپشن ګيله نه ده كړې۔ ده ووئيل مونږ به د اولس اسانيو لپاره ډېر زر نور اقدامات هم وكړو

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں