ټوكيو – د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پاكستاني سفارت دستوره كښې ګډون خارجه وزير د جاپان پاكستان پارلېمنټري فرېنډشپ ليګ چيئرمېن سشرو اېټو ته “هلال پاكستان” وركړو

image

ټوکیو ۔ 23 اپریل (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي ټوكيو كښې پاكستاني سفارت كښې دستوره كښې ګډون وكړو۔ په دې مهال خارجه وزير د جاپان پاكستان پارلېمنټري فرېنډشپ ليګ چيئرمېن سشرو اېټو ته دده د خذماتو په اعتراف كښې “هلال پاكستان” وركړو۔ سشرو اېټو ددواړو هېوادونو ترمينځھ د ملګرتيا اړيكو ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل چې سشرواېټو د جاپان او پاکستان ترمينځھ اقتصادي شراكت داري په ځائې كولو له مهم رول لوبولې دې۔ د جاپان پاکستان پارلېمنټری فرېنډشپ لیګ غړو خارجه وزير شاه محمود قرېشي ته ټوكيو ته په راتلو هركلې ووې۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د دواړو هېوادونو پارلېمنټ يو تر بله نزدې كولو او د ملګرتيا اړيكې په ځائې كولو كښې د جاپان پاكستان پارلېمنټری فرېنډشپ لیګ كردار ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں