پاكستان د هند سره ښې اړيكې غواړي٬د هند جنګي جنون په هېڅ صورت د منطقې په ګټھ نه دے

image
APP121-25 FAISALABAD: April 25 - President Dr. Arif Alvi addressing during PTEA Export Excellence Award-2019 ceremony. APP photo by Tasawar Abbas

فېصل آباد 25 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د سياسي اوښيارتيا په څرګندونه د معاشي پرمختګ منازل په كلونو كښې نه په مياشتو كښې ترسره كېدې شي خو د دې لپاره به مونږ له د بحث مباحثې او د خپل زړه بداوي نه يو خوا د قام په حېث كردار ترسره كول وي ځكه چې كله قامونه د اجتماعي قامي سوچ څرګندونې سره د ستونزو څخه د خلاصي عزم كوي نو بيا الله دوي ته لارې هواروي ٬ګينې په بل صورت په خپلو كښې د اختلافاتو ښكار قامونه د ناكامۍ نه سوا هېڅ نه ويني ځكه به مونږ له د قامونو مقابلې كولو لپاره ګټور اجتماعي سوچ خپلول وي۔د زيارت په ورځ فيصل آباد كښې د صنعت او تجارت ايوان د سيوري لاندې د بزنس ايكسيلنس ايوارډز وركولو دستورې ته اولس مشر خطاب كولو۔ده ووئيل پاكستان د هند سره ښې اړيكې غواړي٬منافقت او منافرت نه خو د هند جنګي جنون په هېڅ صورت د سيمې لپاره ګټور نه دے ٬ د دې برعكس په هند كښې مېډيا د ټول ټاكنو په كمپائن كښې د ځينو سياسي ګوندونو سره په سيمه كښې جنګ مسلط كولو له شپه او ورځ كار كوي۔ده ووئيل خو زمونږ پاكستانۍ مېډيا سياسي او مذهبي ګوندونو د اولس سره د ډېرې اووښيارتيا په څرګندونه كولو د هند جنګي جنون له ماتې وركړی او صورتحال يې د لا تاؤ تريخوالي نه ساتلې۔ده ووئيل پاكستان د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ په نره ٬كاميابۍ او اوښيارتيا مقابله كړی او د زرګونو ځانونو په قربانۍ وركولو يې انتهاخوښي او ترهه ګري ختمه كړې ۔د اولس مشر ډاكټر علوي ووئيل زمونږ هېواد پراخدلي لري چا چې پھ سختو حالاتو كښې افغان كډوالو له پناه وركړی٬په هغه وخت چې يو مهذب هېواد دغسې كولو ته چمتو نه ؤ ۔ده ووئيل مونږ په هغه وخت 35 لكه افغانانو له پناه وركړی وه او تراوسه افغان كډوال دلته مېشته دي۔ده ووئيل فيصل آباد د هېواد درېم لويې صنعتي او برآمدي ښار دے كوم چې د خوشحالۍ او پرمختګ منازل سر كولو له چمتو دے او د معيشت ښه والې اوس د كلونو نه د څو مياشتو خبره ده چې بيا به صنعتي څانګه ښكاره رېليف محسوس كړي۔ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې د خپور آئي ټي سېكټر په ماركيټ كښې د خپلې برخې زياتولو او د ډيجيټل اكاؤنټس زياتوالي لپاره به پھ زړه پورې اقدامات او صلاحيتونه كارول وي ٬ دغسې مېرمنې پھ كورونو كښې د آئي ټي سېكټر ودې له كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل صنعتي كارورباري او برآمدي څانګې له به د هېواد معاشي او اقتصادي استحكام له په زړه پورې كردار ترسره كول وي٬په غوره تجارتي كاركردګۍ د بزنس ايكسيلنس ايوارډ ترلاسه كوونكي د مباركۍ حقدار دي۔ده ووئيل زه چې كله د پي ټي آئي ستر سېكتر ووم نو فيصل آباد ته به تلم راتلم ځكه زه د پاكستان د درېم لويې صنعتي كاروباري تجارتي٬درآمدي ښار د بنيادي مسئلو نه ښه خبر يم بلكې د دغې حل كولو له هم هڅې كوم۔اولس مشر ووئيل تېره ورځ په پاكستان كښې خپله موده ترسره كونكي د ارپائې هېواد يو سفير چې مخه ښې لپاره راغلے ؤ د پاكستان د افغان كډوالو د ساتلو په اړه پراخدلي ستائېلې ده۔ده ووئيل مونږ د بې شمېره مسائلو او د پخوا تېروتنو په سوب د پرمختګ كونكي هېواد باوجود د لويو قامونو مقابله كوو ځكه مونږ له پكار دي چې نن چرته ولاړ يو هغه مقام د لاسه ورنه كړو۔ده ووئيل زما تعلق د كراچۍ څخه دے ځكه زه د هغه ځاې د ستونزو نه خبر يم٬زما خيال ؤ چې د كراچۍ امن به په پنځه اووه كالو كښې بحال شي ٬خو د حكومتونو هلو ځلو باوجود پھ دغه مسئله 30 ٬ 35 كلونه اولګېدل ٬ځكه مونږ له داسې مسئلې نه دي راجوړول پكار چې په حل كولو يې بيا كلونه ولګي۔ده ووئيل په هند كښې د مسلمانانو او هندوانو ترمينځه نفاق راپیدا كولو له هڅې كېږي كومې چې په هېڅ صورت د دواړو هېوادونو او د سيمو په ګټھ نه دي او كه داسې يوازې د ټول ټاكنو لپاره د رائے وركونكو همدردۍ له كېږي نو د هغه ځاې سياستمدار دې ياد اوساتي چې دا لړۍ بيا يوازې په بټن وهلو نه بندېږي ځكه چې كوم معاشرتي ورانې رامخې ته شو پھ هغې قابو موندلو لپاره به په منطقه كښې امن او استحكام په ځاې ساتلو له هم لويه موده پكار وي۔ده ووئيل هند له د پاكستان د امن او ښو اړيكو د خوښۍ احترام كول پكار دے كومه چې زمونږ كمزورې نه بلكې د سيمې په ګټھ ده۔ده ووئيل ټوله نړۍ د اسلامو او نورو فوبياز پھ لور روانه ده خو په پاكستان كښې داسې كومه خبره نشته۔ده ووئيل د ذهنونو بدلولو لپاره مودې پكار وي ځكه هلته هغه ځاې ته تګ نه دې پكار د چرته نه چې بيا زر راستنېدل

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں