په راتلونكو څلورو كلونو كښې به د مدرسو ټول زده كوٶنكي د سركاري بورډز د لارې د مېټرك او اېف اېس سي امتحانونه وركوي۔ شفقت محمود

image
APP88-19 ISLAMABAD: December 19 - Federal Minister for Education and Professional Training, Shafqat Mahmood unveiling plaque to inaugurate the Directorate General of Religious Education (DGRE). APP

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئېلې دي په راتلوونكو څلورو كلونو كښې به د مدرسو ټول زده كوٶنكي د سركاري بورډز د لارې د مېټرك او اېف اېس سي امتحانونه وركوي٬ حکومت به د مدارسو د زده كوٶنكو د ويزو٬ بانك اكاٶنټس او ټولو انتظامي چارو له مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د نېشنل اېجوکېشن فاٶنډېشن (اېن اي اېف) بلدنګ كښې مذهبي چارو لپاره د ډائرېكټورېټ پرانستې دستورې نه پس ميديا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د تعليم وزارت په ابتدائي توګه د هېواد په مختلف ريجنز كښې 16 دفترې پرانستې دي چرته چې به د مدرسو رجسټرېشن عمل زر پېل شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دې مقصد لپاره حكومت 2 اربه روپۍ بېلې كړې كوم چې د كار د اهميت په مقابل كښې معمولي دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں