د فرورۍ د پنځمې نېټې ورځ د كشميريانو د آزادۍ هڅو او قربانو لپاره د يو والي د څرګندونې ورځ ده۔د سېنېټ چيئرمېن صادق محمد سنجراني

image

اسلام آباد 05 فروري(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن صادق محمد سنجراني وئېلي دي چې د فرورۍ د پنځمې نېټې ورځ د كشميريانو د آزادۍ هڅو او قربانو لپاره د يو والي د څرګندونې ورځ ده۔د كشمير يو والي ورځې په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل چې د كشمير په مسئله د پاكستان ټول سياسي ګوندونه ادارې او ټول قام يو موټې دې۔د كشمير د مسئلې حل د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې كېدې شي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې هند پھ كال 2019م كښې د اګست په پنځمه نېټه د مقبوضه كشمير خاص حېثيت بدلولو سره په دې سيمه كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو بدتره مثاله جوړ كړی او د لكونو په شمېر كشميريان يې نظر بند كړې دي۔هند پھ مقبوضه كشمير كښې د هندوانو آبادولو سازش كوي كوم به چې په هر صورت ناكامه كولې شي۔ده ووئيل چې نړۍ ته اوس د هند مكروه څيره څرګنده شوې٬اوس وخت راغلې چې ملګري ملتونه او نړيوالې ادارې د كشميريانو د هيلې له مخې د كشمير مسئلې حل لپاره اقدامات وكړي۔ده ووئيل چې كشمير د پاكستان شاه رګ دے او د كشمير نه بغېر پاكستان نامكمل دې۔ده ووئيل چې د پاكستان اولس او ادارې كشميريانو سره د آزادۍ په هڅو كښې ولاړې دي او د آزادۍ ترلاسه كولو پورې به د كوم ډول قربانۍ نه ډډه ونه كړی شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں