د سېنېټ ټاكنې د اوپن بېلټ د لارې سپيځلې كول غواړو۔د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP35-060221 ISLAMABAD: February 06 - Federal Minister for Communications and Federal Minister for Postal Services Murad Saeed addresses press conference. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي چې د سېنېټ ټاكنې د اوپن بېلټ د لارې سپيځلې كول غواړو٬مونږ غواړو چې سپيځلې ټاكنې وشي خو اپوزېشن هارس ټرېډنګ غواړي۔وزيراعظم عمران خان د سېنېټ تقدس بحال كول غواړي(ن)ليګ او پيپلز ګوند ته معلومه ده چې دوي د پيسې خرڅ كولو نه بغېر ټاكنې نشي ګټلې۔ده دا خبرې د خالي په ورځ په پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ (پي آئي ډي) كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وفاقي وزير وئيل چې مونږ آئيني بدلون راوړې٬مونږ د اوپن بېلټ په پلو تلل غواړو۔د بحث نه وړاندې تاسو د دوي يره وليده بيا مو د دوي شور وليدو۔ده ووئيل چې كله چې د سپيځلتيا خبره كېږي نو د دوي نه وار خطا شي۔ده ووئيل چې مونږ غواړو چې دا هارس ټرېډنګ خاتمه وشي٬د پيسې استعمال ختم شي٬مونږ غواړو چې په سپيځلې ډول ټاكنې وشي۔مونږ غواړو چې په جمهوريت او د پاكستان په پارليمان تورونه لګېدل بند شي۔ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان تل د سپيځلتيا ودې لپاره كار كړې۔ده ووئيل چې عمران خان خرڅ شوي 20 د صوبائي اسمبلۍ غړي د ګوند نه ويستلې وو

مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo
متعلقہ مضامین
مزید خبریں