اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د هېواد تعليمي نظام د جديدو تقاضو سره د سمولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي سباؤن د انفارمېشن ټيكنالوجۍ او مصنوعي ذهانت سره تعلق لري ، تعليمي ادارو او د صنعت ترمينځه ښه رابطو سره به نه يواځي ځوانانو ته د روزګار موقعې ترلاسه شي بلكه دې سره به د صنعت د پرمختګ امكانات هم راپيدا شي۔ ده د ګل په ورځ نېشنل يونيورسټي آف ټيكنالوجي كښې د بي اېس انجينئرنګ ټيكنالوجي پېل كولو دستورې ته وينا كوله۔ دستوره كښې د سائنس اينډ ټيكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ، د لوړو زدكړو كمېشن چيئرمېن، د پوهنتون انتظاميې او فيكلټي غړو نه علاوه زدكوونكو هم ګډون كولو۔ صدر د پوهنتون د اړخه د بي اېس انجينئرنګ ټيكنالوجۍ پيل كولو هركلي سره دا د سباؤن حاجتونو په اړه مهم اقدام وګرځولو۔ ده ووئيل هېواد كښې تعليم يافته ځوانانو ته د نوكرو به ترلاسه كولو كښې د ستونزو رامخې ته كيدو يوه وجه دا ده چې روايتي تعليم د حديد دور تقاضو او په خاص توګه د صنعت د ضروريات سره برابرې نه لري،مونږ له به د دې مسئلې حل كولو لپاره اكيډيميا او صنعت يو بل سره تړل وي