اسلام آباد۔3مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوھدري فواد حسېن وئيلي دي حكومت د صحافت آزادي يو بنيادي ٬ جمهوري او آئيني حق ګڼي۔ هېواد كښې د ميډيا سېنسر شپ هېڅ تصور نشته۔ میډیا ته سیاست، معیشت يا كومه بله څانګه كښې د رپورټ كولو ځانګړې آزادي ترلاسه ده۔ حكومت به هېواد كښې د آزادې او ذمه وارې ميډيا ودې له او د وركنګ جرنسلسټ تحفظ باوري كولو له آسانۍ وركوي۔ د ګل په ورځ د صحافت آزادۍ نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د صحافت آزادۍ نړيوالې ورځې لمانځلو كښې مونږ خبريالې ورورولۍ سره شريك يؤ۔ په دې موقعه حكومت ددې عزم پخلے كوي چې هېواد كښې دې خپلواكه ميډيا باوري كړې شي۔ مونږ په دې كلك يقين لرؤ چې آزادۍ سره د رائې څرګندونه د كومې هم نوې ٬ ترقي پسند ٬ مهذبې او جمهوري ټولنې بنياد دے۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت د صحافت آزادي يو بنيادي ٬ جمهوري او آئيني حق ګڼي۔ هغه ووئيل هېواد كښې د ميډيا سېنسر شپ هېڅ تصور نشته ٬ میډیا ته سیاست، معیشت يا كومه بله څانګه كښې د رپورټ كولو ځانګړې آزادي ترلاسه ده۔ هغه ووئيل حكومت په كوم پرېس اېډوائس باور لري ٬ نه په هغې عمل كوي بلكه د مېډيا لخوا د سېلف رېګولېشن ډاډګيرنه كوي۔ هغه ووئيل حكومت خبريالاتو ته د دوئي پېشه ورو ذمه وارو ترسره كولو لپاره د غوره چاپېرچل وركولو په لړ كښې ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ هغه ووئيل د خبريالانو او ميډيا وركرز خېر ښېګړې او سلامتيا باوري كولو له مو يو شمېر ګامونه پورته كړي دي كومو كښې چې د 8 م وېج بورډ ایوارډ اعلان، د انفارمېشن کمېشن جوړول ٬ قانونی فرېم ورک (جرنلسټ پروټېکشن بل) شامل دے دا ګامونه به د خبريالې ورورولۍ تحفظ او امنيت باوري كولو كښې مرستيال وګرځي۔ هغه ووئيل ورکنګ جرنلسټس به وزیراعظم هائوسنګ سکیم كښې شاملولې شي۔ هغه ووئيل حكومت خبريالانو ته د هېلت كارډز په وركولو هم غور كوي دغسې چې هغوي ځان له او خپلې كورنۍ له د صحت آسانۍ ترلاسه كړې شي۔ وفاقی وزیر د صحافت څانګې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل هغوي ريښتيا وئيلو سره د دې عظيمې پېشی وقار په ځائې ساتلو له د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ وفاقی وزیر د کووډ۔ 19 په اړه اولسي شعور بېدارولو او د وباﺀ نه بچ كېدو له د اېس او پيز حفاظتي اقداماتو عملي كولو له د باقاعده كمپائن چلوؤنكو خبريالانو هڅې وستائلې۔ هغه باور وركړو چې حكومت به هېواد كښې د آزادې او ذمه وارې ميډيا ودې او د وركنګ جرنلسټس تحفظ او امنيت باوري كولو له آساني وركوي۔