اولس دې د كورونا په ضد حفاظت باوري كولو لپاره واكسين ولګوي. ډاكټر عارف علوي

image
APP40-060521 ISLAMABAD: May 06 - President Dr. Arif Alvi registering himself at Covid-19 Vaccination Counter at Tarlai Vaccination Center. APP

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي اولس ته وئيلي دي چې هغه د كورونا په ضد حفاظت باوري كولو لپاره واكسين ولګوي. ده دا خبرې په ترلائي كښې د كووېډ وېكسينېشن په مركز كښې د واكسين خپل دوهم خوراك لګولو نه پس وكړې. ده ووئيل چې ده نن د كورونا څخه د حفاظت د واكسين دوهم خوراك ترلاسه كړو. زه ټولو او په خاص توګه مشرانو ته مشوره وركوم چې دوي دې حفاظتي واكسين ولګوي او په نورو احتياطي تدابيرو دې عمل وكړي. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل چې د واكسين نه علاوه نور احتياطي تدابير كول لكه ماسك اغوستل، څو څو ځله لاسونه وېنځل او معاشرتي فاصله په ځائ ساتل په وائرس قابو موندلو لپاره مهم دي. ده ووئيل چې په بازارونو كښې د ګڼې ګوڼې نه بچ كېدو لپاره دې د اختر خريداري تر وروستو ورځو ونه ځنډول شي. ده ووئيل چې كه مونږ د نظم و ضبط څرګندونه كوو، احتياطي بدابير وكړو او د الله رحمت ولټوو، نو په مونږ به مشكل وخت كښې بركت نازل شي. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د كوم پروټوكول نه بغېر د وېكسي نېشن سنټر دوره وكړه او په سروس كاٶنټر ئې د رجسټرېشن پشمول ټاكل شوے عمل ترسره كولو سره واكسين ولګول. ده په مركز كښې په انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وكړه چرته چې په يوه ورځ كښې شپږ سوه كسانو ته واكسين لګول كېږي چې پكښې 300 تر غرمه او د 300 د روژه ماتي نه پس شامل دي.ده ووئيل چې حكومت د اېن سي او سي په شركت سره په صورتحال قابو موندلو لپاره ذمه وارې سره اقدامات كوي.

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں