اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق وئيلي دي چې پارليمنټ هاؤس ته تھريټ له امله فعاله امنيتي انتظامات شوي دي۔ د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د سني اتحاد كونسل غړي شهريار آفريدي ووئيل چې پارليمنټ هاؤس ته نزدې ګڼ شمېر پوليس او د امنيتي ادارو اهلكارو ليدلې شي چې له امله يۍ پارليماني غړي ستونزو سره مخ كيږي۔ په دې سپيكر ووئيل پارليمنټ هاؤس ته تھرېټ دے او له دې كبله فعاله امنيتي انتظامات شوي دي۔