قامي اسمبلۍ د راروان مالي كال 2024-25 لپاره نزدې د 18 زره 887 اربه روپو بجټ منظوري وركړه

image

اسلام آباد۔28 جون(اے پی پی) قامي اسمبلۍ د راروان مالي كال 2024-25 لپاره نزدې د 18 زره 887 اربه روپو بجټ منظوري وركړه۔ تر ګرېډ 16 سرکاري ملازمانو په تنخاګانو كښې د 25 ٬ 17 څخه تر ګرېډ 22 ملازمانو په تنخاګانو كښې 20 فیصد او په پنشن كښې 15 فيصد زياتوالے وكړے شو٬ د نوي مالي كال په وفاقي بجټ كښې په كتابونو ، نیوز پرنټ، د زړونو رنځونو په سرجيكل آلات ٬ سسټنټس او په نورو طبي آلاتو او څيزونو ټېكس نه لګول برقرار ساتلې شوي ، دغسې تحقيق او د كركيلې څانګو كښې په كارېدونكو مداخل به ټېكس څخه استثنی دوامداره ساتلې شي۔ د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام مجموعي حجم 1500 اربه روپۍ اېښودلے شوے٬ د سبسډیز حجم 1363 ارب روپۍ او د مجموعی ګرانټس حجم 1777 ارب روپۍ كړے شو۔ لږ تر لږه مياشتيزه تنخا 32 زره څخه په زياتولو 37 زره كړې شوه ٬ د ټېکس محصولات هدف 12970اربه روپۍ اېښودلے شوے كوم چې د تېر كال په مقابل كښې 38 فیصد زيات دے٬ دفاعي ضروريات لپاره د 2122 اربه روپو بجټ بېل كړے شوے او د اقتصادي پرمختګ شرح 3.6 فیصد اېښودلو هدف ټاكلے شوے۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د مالياتي بل منظورۍ سره د فروري 2024 ټاكنو څخه وروستو دا د مخلوط حكومت اولنے بجټ دے۔ د راروان مالي كال په وفاقي بجټ كښې په معيشت كښې نجي څانګې ته زيات اهميت وركړے شوے ۔ د نوي مالي كال په وفاقي بجټ كښې د هېواد په مجموعي وسائلو كښې زياتې نه زياتې اضافې لپاره صوبائي حكومتونو سره په ګډه د كار كولو عزم ښكاره كړے شوے ۔ د وفاقی حکومت ټولې خالي آسامۍ ختمولو سره د كلن 45 اربه روپو بچت امكان دے۔ په هېواد كښې كاروباري هلې ځلې ګړندۍ كولو او برآمدات زياتولو له به رېګولېټري فرېم ورك آسانولې شي۔ د پروکیورمنټ په نظام كښې د آسانۍ او سپېځلتيا د لارې به د حكومت كاركردګي ښه كولې شي۔ ای پروکیورمنټ سره به په سركاري خرڅونو كښې 10 څخه تر 20 فيصده كمے راوستلې شي چې ورسره به نظام څخه كرپشن ٬ فراډ او د بدنيتۍ په څير مسئلې ختمولو له مرسته ترلاسه شي۔ دا نظام به 37 وزارتونو او 279 پروکیورنګ اېجنسیو كښې نافذ كړے شوے۔ يواځې د پی آئی اے، روزویلیټ هوټل، هاؤس بلډنګ فنانس کارپوریشن او د فرسټ وومن بېنک په څير ادارو نجكارۍ كښې به تندي راوستلې شي۔ لوئې هوائي اډې به آؤټ سورس كولې شي٬ اسلام آباد انټرنېشنل ایئرپورټ به تر ټولو وړاندې آؤټ سورس كولې شي۔ په دې لړ كښې به د نړيوال مسابقتي بډنګ د لارې تر 15 جولائي 2024 بولۍ ترلاسه كولې شي۔ په پنشن سكيم كښې به اصلاحات كولې شي۔ نوو ملازمانو لپاره د کنټربیوټری پنشن سکیم معارفي كولو تګلاره جوړه كړې شوې په كوم كښې به چې د حكومت برخه هره مياشت ادا كولې شي۔ په معاشي توګه كمزورې طبقو لپاره د بی آئی اېس پی په بجټ كښی 27 فیصد زياتوالے شوے چې ورسره د بي آئي اېس پي بجټ 593 اربه روپو ته ورسېد۔ د كفالت پروګرام لاندې د مستفيد كېدونكو وګړو شمېره به 93 لكه څخه يو كروړ ته رسولې شي۔ د زده كړو په وظيفو كښې به د نورو 10 لكه ماشومانو اندراج كولې شي۔ د نوي مالي كال په بجټ كښې د ګردشی قرضو انتظام باوري كړے شوے ۔ د بجلۍ پېداوار به د ګران برآمدي فيول په ځاے د تجديد وړ توان پلو منتقل كولو ته پام لرنه كولې شي۔ د راروان مالي كال په وفاقي بجټ كښې د توان څانګې له په پرمختيائي بجټ كښې 253 اربه روپۍ بېلې كړې شوي٬ د اېن ټي ډي سي سسټم كښې بهترۍ لپاره 11 اربه ٬ آبی وسائل لپاره 206 اربه ٬ مومند ډیم لپاره 45 اربه، دیامیر بھاشا لپاره 40 اربه ، چشمه رائیټ بېنک کېنال لپاره 18 اربه او په بلوچستان كښې د پټ فیډر کېنال ری ماډلنګ لپاره 10 اربه روپۍ بېلې كړې شوي ۔ د راوان مالي كال په وفاقي بجټ كښې آئي ټي څانګې ته خصوصي پام ګرځولے شوے۔ آئی ټی سېکټر لپاره 79 اربه څخه زياتې روپۍ بېلې كړې شوي۔ په فېډرل بورډ آف ریونیو كښې ډیجیټلائزیشن او اصلاحات لپاره 7 اربه ، کراچۍ كښې آئی ټی پارک جوړولو لپاره 8 اربه ، ټېکنالوجی پارک ډوېلپمنټ پراجیکټ اسلام آباد لپاره 11 اربه او پاکستان سافټ ویئر ایکسپورټ بورډ لپاره 2 اربه روپې بېلې كړې شوي ۔ د اسلام آباد په 167 سرکاري سکولونو كښې بنيادي اډانې او د زده كړو آسانيو لپاره لوئې رقم بېل كړے شوے۔ بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو مرستې له يو شمېر آسانۍ معارفي كړې شوي ۔ بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا رالېږلې كېدونكو ترسيلات زر ته وده وركولو له 86.9 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ برآمدات ته وده وركولو لپاره د اېګزم بېنك د لارې اېکسپورټ ری فنانس سکیم لپاره بېل كړې شوې روپۍ 3 ارب 80 کروړ څخه 13 اربه 80 کروړه روپۍ كړې شوي ۔ د موسمياتي بدلونونو په اثرات قابو موندلو له به پاکستان کلائمیټ چېنج اتھارټی فعاله كولې شي٬ نېشنل کلائمیټ فنانس سټرټیجی به تر اکتوبر 2024 وضعه كړے شي چې مقصد ئۍ ګلوبل کلائمیټ فنانس پاکستان ته راوړل دي۔ ای بائیکس لپاره 4 اربه او د توان بچت پكو لپاره 2 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ مالي كال 25-2024 لپاره د اقتصادي پرمختګ شرحې تر 3.6 فیصد پاتې كېدو امكان دے۔ هيله ده چې د افراط زر اوسط شرح تر 12 فیصده پاتې شي۔ بجټ خساره به د جي ډي پي 5.9 فیصد او پرائمری سرپلس به د جی ډی پی 1 فيصد وي۔ د اېف بی آر د محصولات اندازه 12 زره 970 اربه روپۍ ده كومه چې د روان مالي كال په مقابل كښې 38 فيصد زياته ده ٬ په وفاقي محصولات كښې د صوبو برخه به 7 زره 438 اربه روپۍ وي۔ د وفاقی نان ټېکس ریونیو هدف به 3 زره 587 ارب روپۍ وي۔ د وفاقی حکومت خالص آمدن به 9 زره 119 روپۍ وي۔ د وفاقي حكومت د ټولو خرڅونو اندازه 18 زره 877 اربه روپۍ ده په كومو كښې به چې 9 زره 775 اربه روپۍ د سود ادا كولو لپاره وي۔ د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام لپاره د 14 سوه اربه روپو بجټ بېل كړے شوے۔ دفاعي ضروریات لپاره 2122 اربه روپۍ ٬ سول انتظامیې لپاره 839 ارب روپۍ ٬ پنشن لپاره 1014 ارب روپۍ ٬ د بجلۍ ٬ ګاز او نورو څانګو سبسډیز لپاره 1363 اربه روپۍ د خېبر پښتونخوا ضم شوو ضلعو ٬ ګلكټ بلتستان ٬ اے دے كے ٬ بي آئي اېس پي ٬ اېچ اي سي ٬ ترسيلات زر او د آئي ټي څانګې ودې له 1777 ارب روپۍ بېلې كړې شوي ۔ سماجي څانګې لپاره په پرمختيائي بجټ كښې (20) فیصد اېښودلې شوي ۔ ، آزاد جموں و کشمیر، ګلګت بلتستان او د خېبر پښتونخوا ضم شوو ضلعو لپاره (10) فیصد وسائل بېل كړې شوي۔ په پي اېس ډي پي كښې انفراسټرکچر لپاره نزې 8 سوه اربه روپۍ بېلې كړې شوي په كومو كښې چې د توان څانګې له 253 ارب روپۍ ، ټرانسپورټ اېنډ کمیونیکېشن سېکټر لپاره 279 ارب روپۍ ٬ واټر سېکټر لپاره 206 ارب روپۍ ٬ پلاننګ او ھاؤسنګ له 86 اربه روپۍ شاملې دي۔ خصوصي سيمو (آزاد جموں و کشمیر او ګلګت بلتستان) لپاره 75 اربه روپۍ ٬ د خېبر پښتونخوا ضم شويو سيمو لپاره 64 اربه روپۍ او سائنس او آئي ټي لپاره 79 اربه روپۍ بېلې كړې شوي ۔ د وزيراعظم په خصوصي هدايت د اسلام آباد روغتونونو اپ ګرېډېشن له به بشپړ پلان مرتب كولې شي۔ په خاص توګه د انسټی ټیوټ آف میډیکل سائنسز او قائداعظم هېېلتھ ټاور نامې سره به يوه منصوبه جوړولې شي۔ د ټېكس بنياد پراخه كولو سره به د جي ډي پي تناسب سره د ټېكسونو شرح زياتولې شي٬ غېر دستاويزي معيشت به ختمولې شي۔ د مالياتي بل منظورۍ په مهال د اپوزيشن غړو لخوا د پورته كړو نكاتو په ځواب كښې د خزانې وزير اورنګزېب ووئيل تحقيق او د كركيلې څانګو كښې په كارېدونكو مداخل به ټېكس څخه استثنی برقرار ساتلې شي۔ د اېکسپورټرز په آمدن ټېكس لګولے شي كه د دې ګټه نه وي نو په دې به ټېكس نه لګوو ۔ ده ووئيل مونږ د سوداګرو ٬ پرچون خرڅوؤنكو او د رئيل اسټېټ څانګې د ټېكس په دائره كښې راولوو۔ ده ووئيل كه مونږ د 9 نيمو څخه 13 فيصد ته ځؤ نو مونږ له به دا اقدامات كول وي۔ دغسې به مونږ پرمختګ وكړے شوو۔ ده ووئيل وزيراعظم ښكاره هدايات دي چې د كركيلې او آئي څانګې دې نورو كومو څانګو سره موازنه نه كړې شي ولې چې هم دا دوه څانګې هېواد مخ په وړاندې بوتللے شي۔

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں