دوشنبه 03 جولائی (اے پي پي) پاکستان او تاجکستان د پارلمانی فرئنډ شپ ګروپ او پارلیمانی پلاويو تګ راتګ زياتولو ته سلا شوې۔دا سلا دشورو په ورځ وزیراعظم محمد شهبازشریف سره د تاجکستان د مجلس اولیٰ (تاجك پارلیمنټ) مجلس نمائندګان (ایوان زیریں) چیئرمېن محمد طائرزاکر زاده سره ملاقات په مهال راغلې ده۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو په موجوده صورتحال د خيالاتو څركندونه وكړه۔دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه په پارلمانی كچه د مرستې په اړه د اطمینان څرګندونه كولو سره دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره وړاندې څخه جوړ پارلیمانی فرینډ شپ ګروپس او باقاعده پارلیمانی پلاويو تګ راتګ زياتولو ته سلا شوي۔ملاقات كښې وزیر اعظم په دې خبره زور راوړو چې پارلماني غړي د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته لا رانزدې كولو كښې مهم کردار ترسره كوي۔دواړو لارښودو د پاکستان او تاجکستان پارلماني غړو پرله پسې خبرو اترو او رابطو زياتولو په اهمیت زور راوړې۔وزیراعظم د جمهوریه تاجکستان آئین په 30مه سالګره چیئرمېن له مبارکي وركړې ده۔دا خبره دې ياده وي چې وزیراعظم د تاجکستان صدر امام علی رحمٰن په بلنه د تاجکستان په دوره ورځنۍ سركاري دوره د تاجکستان پايه تخت دوشنبه كښې دےژ