كوئټه 04 جولائی (اے پي پي) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په دوه ورځنۍ دوره كوئټې ته رسېدلې ٬د بلوچستان وزيراعلٰی سرفراز بګټي د بلاول بهټو هركلے وكړو۔پخواني وزيراعلٰی قدوس بزنجو٬د بلوچستان اسمبلۍ دوهمې سپيكرې غزاله ګوله٬سېنېټر عمر ګورګيج هم د بلاول بهټو زرداري هركلے وكړو۔د بلاول بهټو زرداري هركلي لپاره صوبائي وزيران او د پي پي پي عهديداران په هوائي مېدان موجود وو۔بلاول بهټو زرداري ته به په وزيراعلٰی هاؤس كښې د بلوچستان حكومت استازي د كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركوي۔بلاول بهټو زرداري د پيپلز ګوند بلوچستان څخه د اسمبلۍ غړو او سېنېټرانو سره هم ملاقاتونه كوي او سبا به د جمعې په ورځ په كوئټه كښې د پيپلز پارټۍ صوبائي٬ډويژنل او ضلعي لارښونو سره ملاقاتونه كوي۔