پاكستان پيپلز ګوند د اولسي مسئلو په حل باور لري۔بلاول بهټو زرداري

image

كوئټه 05 جولائی (اے پي پي)د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې پاكستان پيپلز ګوند د اولسي مسئلو په حل كولو باور لري٬پارليماني ګوندونه د اولس د خذمت لپاره سياست كوي٬د بلوچستان خلك زما زړه ته نزدې دي٬پيپلز ګوند به اولس مايوس نه كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان وزيراعلٰی سرفراز بګټي لخوا ټولو صوبائي اسمبلۍ غړو په درناوي كښې د ماسپښخين مېلمستيا ګډون ته وينا كولو په مهال كړې۔د ماسپخښين په مېلمستيا كښې د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر خان مندوخيل٬د نېشنل ګوند مشر او د بلوچستان پخوانې وزيراعلٰی ډاكټر عبدالمالك بلوچ٬د عوامي نېشنل ګوند پارليماني مشر انجينئر زمرك خان اچكزئي٬صوبائي داخله وزير مير ضياﺀالله لانګو٬صوبائي وزير سردار عبدالرحمان كهيتران٬راحيله حميد دراني اسفنديار كاكړ٬د صوبائي اسمبلۍ ډپټي سپيكر غزاله ګوله٬بخت محمد كاكړ او نورو مشرانو هم ګډون كولو۔د پاكستان پيپلز ګوند چئيرمېن بلاول بهټو زرداري بېلو سياسي ګوندونو څخه تعلق لرونكو اسمبلۍ غړو سره ملاقات كړې او د بلوچستان سياسي صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونه كړې

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں