د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې د پوليو صورتحال په اړه د اعلٰی كچ غونډه

image

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې د پوليو د صورتحال په اړه د شورو په ورځ د اعلٰی كچ غونډه اوشوه۔په غونډه كشې د نېشنل هېلت لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر ظفر مرزا٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی٬د بلوچستان وزيراعلٰی٬د پنجاب او سندھ چيف سېكتران او نور سينئر افسران موجود وو۔ په غونډه كښې نړيوالو شراكتدارو ادارو بل اينډ ميلنډا ګيټس څخه ډاكټر ټم پټيرسن٬ورلډ هېلت آرګنائزېشن نه ډاكټر پلتيها ګونار ستهنا ماهي مالے٬يونيسف نه ډاكټر جون ايګبور٬انجينئر انچيف لېفټيننټ جنرل معظم اعجاز٬پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر وينډي ګلمور هم موجود وو۔د وزيراعظم د پوليو مخ نيو فوكل پرسن بابر عطاﺀ په هېواد كښې د پوليو په موجوده صورتحال او په راتلونكې لائحه عمل تفصيلي بريفنګ ورګرو۔ د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی٬د بلوچستان وزيراعلٰی٬ د پنجاب چيف سېكتر او سندھ چيف سېكتر لخوا صوبو كښې د پوليو خاتمې لپاره په پورته كړو ګامونو بريفنګ وركړو

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں