اسلام آباد ۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان د اولني وزيراعظم شهيد ملت نواب زاده لياقت علي خان 68 م تلين نن د شورؤ په ورځ لمانځلې شي۔ په دې مهال به د بېلو تنظي??ون?? لخوا صوبائی پلازمينو او ټولو ډويژنل ٬ ضلعي او ??حص??ل هېډ كوارټرز كښې ??يمينارونه ٬ ??ذا??راتې ٬ كنفرنسونه ٬ مباحثې او نورې تعزيتي دستورې كولې شي كومو ته به چې د بېلو سياسي ٬ صحافتي ٬ عدالتي ٬ مذهبي ?? ديني ٬ اولسي او سماجي تنظي??ون?? لارښود خطاب كوي او د تحريك پاكستان په شمول هېواد او قام لپاره دده خذماتو ته به د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ د تلين په مهال به جوماتونو كښې قرآن خاني هم كېږي او د نواب زاده لياقت علي خان په شمول د پاكستان نورو شهيدانو روحونو ته ثواب رسولو له به فاتحه خواني هم كېږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې نواب زادہ لیاقت علی خان د اكتوبر په 16 مه نېټه كال 1951ء كښې کمپنی باغ (موجودہ لیاقت باغ ) پنډۍ كښې يو اولسي غونډې ته د خطاب په مهال په ډزو ويشتل كېدو سره شهيد كړې شوې وو