پاكستان په مالياتي نظم و ضبط كښې بهترۍ او معاشي استحكام لپاره ښه اقدامات كړي

image

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي)نړيوال مالياتي فنډ(آئي اېم اېف)پاكستان سره د ايكسټېنډېډ فنډ فيسليټي ايګرمنټ له مخې د لوظ نامې د وړومبې جاج اخستنې غونډې نه پس وئېلي دي چې پاكستان په مالياتي نظم و ضبط كښې بهترۍ او معاشي استحكام لپاره ښه اقدامات كړي٬مالياتي خساره كمې شوې چې ورسره به د اقتصادي پرمختګ شرح زياتولو اهداف ترلاسه كولو كښې مرسته وشي۔د آئي اېم اېف د جاج اخستنې غونډې نه پس پاكستان مينځني ختيز او مينځنۍ آسيا لپاره د آئي اېم اېف مشن مشر د جاج اخستنې راپور جاري كړي۔ده وئېلي دي چې د آئي اېم اېف ايګزېكټو بورډ په تېره خپله غونډه كښې د پاكستان د معاشي كاركردګۍ تفصيلي جاج اخستې او په دې يې د اطمينان څرګندونه كولو سره د دوهم قسط جاري كولو پريكړه كړی۔ده وئيل چې په وړومبۍ غونډه كښې وئېلي شوي چې پاكستان په پروګرام عمل باوري كړې او د مالي كال د وړومبو دريو مياشتو په مهال يې ټاكلي اهداف ترلاسه كړي يا دې ترلاسه كولو ته نزدې دې۔په راپور كښې وئېلي شوي دي چې پاكستان مالياتي خساره كمولو لپاره ښه اقدامات كړې دي

مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں