اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) كينيا،ماريشئس ، تنزانيه او د ختيزې افريقې نورو هېوادونو ته د پاكستان برآمدات كښې د جولائي په مهال په كلنه بنيادونو زياتوالے دغسې دغې هېوادونو څخه درآمدات كښې لږ كمے ريكارډ شوے۔ د سټيټ بينك شميرې له مخې په جولائي 2024 كښې كينيا،ماريشئس ، تنزانيه او د ختيزې افريقې نورو هېوادونو ته برآمدات څخه هېواد ته 56.42 مليونه ډالره زرمبادله ترلاسه شوې كومه چې د تير كال جولائي په مقابل كښې 29.24 فيصد زياته ده،تير كال جولائي كښې د ختيزې افريقې هېوادونو ته برآمدات څخه 43.62 مليونه ډالره زرمبادله ترلاسه شوې وو۔ د جون په مقابل كښې په جولائي كښې ختيزې افريقې ته برآمدات كښې لږ زياتوالے راغلے، جون كښې د ختيزې افريقې هېوادونو ته د پاكستان برآمدات حجم 54.46 مليونه ډالره ريكارډ شوے كوم چې جولائي كښې په زياتيدو 56.42 مليونه ډالر ته رسيدلے۔ په مالي كال 2024 كښې د افريقې هېوادونو ته برآمدات څخه هېواد ته 918.75مليونه ډالره زرمبادله ترلاسه شوې۔سټيټ بينك له مخې جولائي كښې د ختيزې افريقې هېوادونو څخه درآمدات كښې په كلنه بنيادونو 8 فيصد كمے راغلے ،جولائي كښې دغې هېوادونو څخه د درآمدات حجم 80.78 مليونه ډالره ريكارډ شوے۔