حكومت د پاكستان دفاع مضبوطولو له بشپړ ګامونه پورته كوي، د سينيټ دوهم چيئرمين

image

اسلام آباد۔6 ستمبر (اے پی پی) د سينيټ دوهم چيئرمېن سیدال خان وئيلي دي 6 ستمبر د پاك پوځ د قامي مړانې او زړورتيا ورځ ده٬ راځۍ چې په ګډه خوارۍ او جذبې سره د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړؤ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دفاع ورځ په موقع د قام په نامه خپل پېغام كښې د سينيټ دوهم چيئرمېن ووئيل 6 ستمبر د پاك پوځ د قامي مړانې او زړورتيا ورځ ده٬ د دښمن پوځ په 6 ستمبر د نېمې شپې په مملكت پاكستان بريد كړے ؤ۔ پاك پوځ او مېړني اولس د هېواد تحفظ او آزادۍ له د خپلو ځانونو پروا نه كولو سره د هندي پوځ په نره مقابله وكړه او دښمن يۍ په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړو۔ ده ووئيل دا ورځ دښمن قوتونو لپاره پېغام دے چې پاك پوځ به سباؤن كښې هم د هېواد حفاظت لپاره ستړو كښې كوم كمے نه كوي۔ ده ووئيل مونږ به د ټول مسئلو مقابله د ستر لارښود د لارښونې په اصولو عمل كولو سره كوؤ۔ ده ووئيل هغه وخت لرے نه دے چې د وزيراعظم شهباز شريف او پخواني وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ كښې به پاكستان ته په پېښو چېلنجونو قابو وموندلے شي او مسئلې به حل كړې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم هڅه ده چې پاكستان زر تر زره د پرمختګ په لاره روان كړے شي۔ د هېواد معاشي حالات ښه كولو له وزيراعظم يو شمېر ګامونه پورته كوي چې له امله به يۍ د هېواد او قام په حالاتو كښې ښه والې رامخې ته شي۔

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں