بيجنګ 08 ستمبر (اے پي پي)د چين خارجه وزير وانګ ژي وئېلي دي چې د پاكستان٬ چين او افغانس??ان خارجه وزيرانو اولنۍ غونډه به د روان كال په پايه كښې كېږي۔د جمعې پھ ورځ خارجه وزير خواجه محمد آصف سره خبري كنفرنس ته په خپل خطاب كښې د چين خارجه وزير ووئيل د روان كال اختتام څخه وړاندې به د پاكس??ان چين افغانس??ان خارجه وزيرانو تر??ينځه په چين كښې اولنې ملاقات كېږي۔ ده ووئيل مونږ د درې ترجيحي څانګو ټاكنه كړې په كومو كښې چې ستراتېژېك كميونيكېشن٬سېكورټي٬ډائيلاګ او عملي مرسته شامل ده۔ وانګ ژي ووئيل زمونږ هېواد به د تر??ه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكس??ان ملاتړ روان ساتي۔ افغانس??ان كښې امن د دواړو هېوادونو په ګټھ دې٬مونږ پاكس??ان او افغانس??ان سره غوره اړيكې غواړو۔په دې مهال خواجه آصف ووئيل چې د پاكس??ان او چين دوه اړخيزه اړيكې مثالي دي او پاكس??ان د خپلې سيمه ايزې سلامتيا لپاره د چين ملاتړ ته د قدر په نظر ګوري۔ده ووئيل د افغانس??ان ستونزه كوم عسكري حل نه لري۔د افغان مسئلې پوځي حل ممكن نه دې بلكې دا مسئله په بنيادي توګه په سياسي ډول حل كېدې شي