نیویارك 21 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره په نيويارك كښې نوبل انعام يافته ملاله يوسف زئي ليدلي دي ۔د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د ملاقات په مهال ملاله يوسف زئي وزيراعظم په پاكستان كښې د تعليم او په خاص توګه د مېرمن?? تعليم ودې له د خپلو هڅو څخه خبر كړو۔دې هيله څرګنده كړه چې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به په پاكستان كښې تعليم لپاره په زړه پورې كار وكړي۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په پاكستان كښې د تعليم او په خاص توګه د انجونو تعليم ودې له د ملاله يوسف زئي هڅې وستائېلې۔ده ووئيل تعليم ته ودې ته حكومت پام لرنه كوي٬په تعليم كښې د سرمايه كارۍ نه غېر كومه هم سرمايه كاري ګټوره نه وي۔ده ووئيل تېرو ??لورو كلونو په مهال د تعليم په څانګه كښې ښه والې د اوسني حكومت د ترجيحاتو ثبوت دے۔وزيراعظم ووئيل ما د څلورو واړو صوبو اعلٰی وزيرانو ت?? خط لېږلې چې د تعليم ودې او ښه والي له به په ګډه كار كولې شي۔وزيراعظم پنجاب كښې د تعليم په مېدان كښې په ښه كاركردګۍ د پنجاب حكومت ستائن?? وكړه۔ده ووئيل صوبه كښې د تعليم ښې كاركردګۍ په نتيجه كښې په سكولونو كښې انرولمنټ زيات شوے دے