اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) پاکستان وئيلي دي چې هند ګاٶندې هېوادونو كښې په رياستي ترهه ګرۍ كښې ككړ دې٬ جنېوا كښې د پاكستان مخالف تنظيم ته فنډنګ كوي٬ د پاكستان تشخص په نړيواله كچه خرابولو پحقله د هند د ناوړه عزائمو نه ښه خبرې دې د جاپان هند ??ري??ې اعلامي څخه مايوسي شوې ٬ د پوځ سرلښكر به د اكتوبر په وړومبۍ اوونۍ كښې روسيې ته ځي٬ افغانست??ن كښې امن پاكستان او د منطقې په ګټه دې ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند محمد ن??يس زكريا د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښنو په ځواب كښې ووئيل چې هند ن?? يوازې خپل هېواد كښې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې ككړ دې بلكې ګاٶنډي هېوادونو كښې هم رياستي ترهه ګري كوي۔ جینوا كښې د پاکستان مخالف كمپائن پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل په بهرني هېوادونو كښې د پاكستان تشخص خرابولو په اړه د هند د ناوړو عزائمو نه ښه خبر يو٬ د هندي وزيراعظم نرېندرا مودې د بلوچستان په اړه د ريماركس نه پس كمپائن كښې لا تندي راغلې۔ وياند ووئيل جینوا كښې هندي مشن د پاكستان مخالف ترهه ګر تنظيم بي اېل او ته فنډنګ كوي۔ وياند ووئيل پاكستان يو اسلامي جمهوري هېواد دے او د هېواد آئين د ټولو وګړو د حقونو د تحفظ بشپړه ضمانت وركوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د جاپان هند ??ري??ې اعلامي څخه مايوسي شوې٬ د جاپان لخوا د هند د بيان حمايت د افسوس وړ دې۔ ده ووئيل پاكست??ن كښې ټولو اقليتونو ته يو برابر حقونه ترلاسه دي او آئين د دوي د حقونو بشپړه ضمانت وركوي۔ د پاكستان او روسيې اړيكو پحقله وياند ووئيل د پوځ سرلښكر به د اكتوبر په وړومبۍ اوونۍ كښې روسيې ته ځي ۔ د روسيې چارواكو سره د ملاقاتونو په مهال به په پائيدار پارټنرشپ٬ دفاع او په نورو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په چارو غور كولې شي ۔ د يوې پوښتنې په ځوا ب وياند ووئيل په دې وروستيو كښې كابل كښې د افغانستان او پاكستان د ډي جي ملټري آپرېشنز ترمېنځه د خبرو اترو په مهال د داعش په ضد مرسته ٬ د ترهه ګرۍ مخنيوي او د بارډر مېنجنټ چارو پحقله خبرې اترې شوې دي او دغسې د فلېګ ميټنګز او د لوكل كمانډرز ترمېنځه هاټ لائن جوړولو له هم سلا شوې ۔ د افغانستان په زند??ن كښې د پاكستاني بندي وګړي صديق د خوشې كېدو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل کابل كښې زمونږ مشن دا معامله افغان خارجه وزارت٬ دفاع او د ن??رو چارواكو په وړاندې پورته كړې ده او دغسې د افغانستان سپريم كورټ هم د ده د خوشې كولو احكامات جاري كړې دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل چې په افغانست??ن كښې امن او استحكام د پاكستان او د ټولې منطقې په ګټه دې۔