واشنګ??ن 30 اکتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت هېواد كښې د مذهبونو ترمېنځه همغږي باوري كولو لپاره اقدامات كوي٬ حكومت حاجيانو ته اسانۍ او د حج درخواستونو سپېځلتيا باوري كولو لپاره اقدامات كړي ٬ حج لپاره كومه وي آئي پي كوټه نشته٬ ټولو خواستونو ته يو ډول حېثيت وركولې شي٬ تر اوسه د 36 زره مدرسو رجسټرېشن شوے٬ د نورو زرګونو مدرسو رجسټرېشن لپاره هڅې روانې دي۔ قامي خبر?? اژانس اے پي پي سره ??ه خبرو كښې ده ووئيل دا تاثر چې په پاكستان كښې اقليتونه حقوق نه لري٬ يوه بې بنسټه پروپېګنډه ده٬ كوم خلق چې داسې تورونه لګوي٬ بايد هغوي د پاكستان په ګاونډي هېواد هند كښې په اقليتونو كېدونكي ظلمونه وګوري۔ وفاقي وزير په هند كښې د مسلمانانو د حالات زار ذكر كولو سره ووئيل په هند كښې د غوا غوښې ??ه خوړلو د مسلمانانو د قتل كولو پېښې رامېنځ ته كېږي۔ په پاكستان كښې هندوانو٬ بودهو او عېسايانو ته خپل مقدس تهوار لمانځلو لپاره په سركاري توګه 10 ورځې خاص كړې شوې ۔ سردار محمد يوسف ووئيل ??ه خېبر پښتونخوا كښې ځينې خلقو په زور د هندوانو په مندرونو قبضه كړې وه خو حكومت نه يوازې د هغوي دا قبضه ختمه كړې بلكې د دغې بحالې او رغونې لپاره ئې پېسې هم وركړې ۔ ده ووئيل حكومت د اقليتونو حقونو ته ډېر اهميت وركوي او دا اندازه د ??ېن?? لګېدې شي چې د مذهبونو د همغږۍ او د مذهبي چارو وزاتونه ضم كړے شوي ۔ ده ووئيل د بېلا بېلو مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې لپاره حكومت په كال 2016م كښې 26 كسان رابللي وو۔ وفاقي وزير ووئيل ټولې فرقې ??ه خپلو مذهبي عقيدو د عمل كولو آزادي لري